ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو : په تېرو٣ مياشتو کې د مخالفينو بريدونه ١١ سلنه زيات شوي

author avatar
27 Jul 2012 - 15:48
author avatar
27 Jul 2012 - 15:48

کابل ( پژواک ٦ زمرى ٩١ ) : ناټو وايي چې په تېرو دريو مياشتو کې د وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې ١١ سلنه زياتوالى راغلى دى.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د ناټو ځواکونو لخوا دخپاره شويو معلوماتو له مخې د زمري په ٦مه، خبر خپور کړى چې دغه کچه د تېر کال د همدې مودې څخه ١١ سلنه زياته ده.

دغه راز د ناټو په راپور کې راغلي دي چې تېره مياشت ( جون) له ٢٠١٠ زېږديز کال راهيسې چې د مخالفينو بريدونه زيات شوي، تر ټولو لوړه کچه وه.

سرچينې زياته کړې چې وسلوالو مخالفينو د روان زېږديز کال ددويمې ربعې په وروستيو دريو مياشتو کې ډېرى له وسلوالو بريدونو او چاودنو څخه کار اخيستى دى.

په ياد شوي راپور کې د وسلوالو مخالفينو د بريدونو دزياتېدو دوه لاملونه په ګوته شوي يد، يو دا چې سږ کال د کوکنارو د فصل د کموالي له امله مخالفينو ته يې وخت ورکړ، چې بريدونو ته لاس واچوي.

دغه راز راپور په ډاګه کړي، چې دافغانستان ملي ځواکونه دډېرو سيمو  دامنيت چارې په غاړه اخيستي چې له امله ډېر تر بريدونو راځي او ورته مرګ ژوبله اوړي.

د ناټو په راپور کې راغلي دي چې مارچ مياشتې څخه د جون تر ٢٠ پورې ٢٠٦  د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي .

بلخوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن هم منلې چې د افغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

هغه تېره اونۍ ايسو سي ايتډ پريس سره په يوه  مرکه کې ويلي چې له افغان ملي ځواکونو سره په ګډه کار کوي، څو ددوى د مرګ ژوبله کچه ټيټه کړى شي .

خو د تېر کال په پرتله سږ کال د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه شوې ده. تېر کال په همدې موده کې څه دپاسه ٣٠٠ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو سږ کال تر اوسه ٢٥٧ بهرني سرتېري وژل شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.