Language

کندهارښار(پژواک۷زمری ۹۱):د کندهار خيريه بنسټ په نوم يوې ادارې د روژې د مبارکې مياشتې په وياړ د دغه ولايت له اړو کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل کړه.

 د مرستې دغه لړۍ د دغه ولايت د ډنډ ولسوالۍ له ذاکر کلي څخه پيل او د روژې د مياشتې تر پايه به تر کندهار ښار، دامان ارغنداب او نورو ولسواليو وغځول شي.

 د کندهار خيريه بنسټ مرستيال فضل الرحمان پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوراکي توکو د مرستې لړۍ د روژې په وياړ له هغو کورنيو سره پيل شوه، چې بې وزلې دي او د خلکو لاسنيوي ته اړتيا لري.

 هغه زياته کړه، له بې وزلو کورنيو سره په مرسته کېدونکو توکو کې لس قلمه بېلابېل خوراکي توکي کله وريجي، بوره، چاى، شېريني، غوړي، ښځينه او نارينه جامې، بوټونه او نور توکي شامل دي.

 دى وايي: ((کندهار خيريه بنسټ دغه توکي د ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت چمتو کړي او د روژې تر پايه به يې د کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو پر غريبو کورنيو ووېشي.))

 فضل الرحمان د کندهار د خيريه بنسټ په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، دغه اداره د روان ١٣٩١ لمريز کال په وري مياشت کې د دغه ولايت د يوه ملي سوداګر حاجي روح الله خان په زيار جوړه شوې ده.

 د ده په خبره، د دغه بنسټ د جوړلو موخه له بېوزلۍ، ناپوهۍ، خوارځواکۍ او نورو ناخوالو سره مبارزه کول دي او په بېلابېلو برخو کې د خلکو لاسنيوى او او مرسته ده.

 دى وايي، دغه بنسټ په مرکز کابل کې د کندهار د بې وزلو محصلينو لپاره دوې ودانۍ نيولي، د لوړو زده کړو په موسسو کې هره مياشت د ١٥٠ محصلينو فيس ورکوي او دغه راز ګڼ نور خيريه کارونه يې تر سره کړي دي.

 هغه يادونه وکړه، دغه بنسټ په پام کې لري، چې په راتلونکې کې له ځوانانو او ماشومانو سره د پوهې په ترلاسه کولو، لوړو زده کړو ته د لار موندلو په برخه کې مرستې وکړي، دغه راز له ښارونو څخه په وتليو سيمو کې د ښوونځيو جوړول، د وينې بانکونه جوړول او د طبيعي پېښو له قربانيانو سره مرستې هم د هغوى لومړيتوبونه دي.

 د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر د سيمې يوه بې وزلې جمعه خان خوښي وښودله، چې کندهار خيريه بنسټ ورسره مرسته د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

 هغه زياته کړه، په مرسته شويو توکو کې د هغوى لپاره هم خوراکي توکي شته او هم جامې او نور.

 کندهار د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى، چې جګړو ځپلى او د بې وزلۍ کچه پکې زياته ده، د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د روژې په مبارکه کې مياشت کې الهي فريضه ادا کوي، چې ګرمي پکې له ٤٠ تر ٤٥ سانتي ګريډ درجو پورې وي.