Language

په بلخ کې چاڼيز عمليات پيلېږي

مزارشريف (پژواك ٨ زمرى ٩١): د بلخ امنيتي مسوولين وايي، چې په نږدې موده كې به په دغه ولايت كې د وسلوالو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل كړي؛ خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي، چې دغه عمليات پر ځنډ پيلېږي.

د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق قادري د زمري په ۸مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د وروستيو نسبي نا امنيو د مخنيوي په موخه په پام كې لري، د دغه ولايت په بلخ ولسوالۍ كې چاڼيز عمليات پيل كړي.

نوموړي د عملياتو كره نېټه په ګوته نه كړه؛ خو زياته يې كړه، چې دغه عمليات به د بلخ ولسوالۍ په نا امنو سيمو كې ترسره کېږي.

د هغه په وينا، دوى مخالفينو ته وخت وركړى، چې وسلې پر ځمكه كېږدي او تسليم شي، كنه د عملياتو موخه په ټوله معنى د سيمې پاكول دي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونكي هم په ياده ولسوالۍ كې د چاڼيزو علملياتو د پيلېدو هركلى كوي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونكي محمدداوود پژواك خبري اژانس ته وويل، چې كه څه هم په عادي توګه د ولسوالۍ امنيت خورا ښه دى ،خو دوه ورځې مخکې د ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مخې ته شوې چاودنې خلك وېرولي دي.

دوه ورځې مخکې د بلخ ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مخې ته چاودونه وشوه، چې د امنيتي مسوولينو په وينا، په ياده چاودنه كې يو پوليس ووژل شو او د درې پوليسو په ګډون څلور عام وګړي ټپيان شول.

داوود وويل، په كار وه، چې له يادې چاودنې مخکې چاڼيز عمليات پيل شوي واى، چې د چاودنې مخه يې نيولې واى.

د دغه ولايت د چمتال ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الله هم ورته خبره کوي او زياتوي ،چې دا ډول عمليات بايد ډېر پخوا ترسره شوي واى.

هغه پژواک ته وويل: ((کله چې مخالفين پرمختګ وکړي، امنيت له ګواښ سره مخ کړي، بيا دولتي ځواکونه عمليات پيلوي، چې پايلې يې بيا ښې نه وي.))

د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست جنرال قادري وويل، چې په يادو عملياتو كې ورسره د ملي اردو او د ملي امنيت سرتېري هم ونډه اخلي، چې د درې واړو امنيتي ارګانونو له خوا به په ګډه پر مخ ځي.

Related Topics