چاريکار (پژواک ٩ زمرى ٩١): ځايي چارواکي وايي، تېره شپه د پروان په شينوارو ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو په بريد کې دوو سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غوربند درې د ولسواليو (شينواري، سياه ګرد، شېخ علي او سرخ پارسا) د قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال مسجدي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو مخالفينو د شينوارو په کفشان دره کې پر څلورو امنيتي پوستو بريد وکړ.
دى وايي، چې دغه بريد شاوخوا نيم ساعت دوام درلود او پرته له يادو دوو سيمه ييزو پوليسو بل چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې طالبانو تېره شپه په ياده سيمه کې درې امنيتي پوستې نيولې دي.
ده په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ويلي، چې طالبانو په دغه بريد کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د پروان چارواکو تېره ورځ ويلي وو، چې د دغه ولايت د مرکز په اړوند سيمو کې يې لس وسلوال طالبان نيولي، خو طالبانو ويلي وو، چې نيول شوي ټول ملکي وګړي دي.