Language

په هلمند کې يوه ماشومه ، يو پوليس او د دولت درې وسلوال مخالفين ووژل شول

لښكرګاه-غزني ښار (پژواك ۹ زمرى ۹۱): امنيتي چارواكي وايي، چې په هلمند او غزني ولايتونو كې د عملياتو پر مهال يوه ماشومه نجلۍ او درې وسلوال مخالفين وژل شوي او د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف شوې ده.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د زمري په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د ملي امنيت ځواکونو د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د عملياتو پر مهال په يوه كور كې يو موټربم هم كشف او په هماغه سيمه كې يې له منځه وړى دى.

د هغه په خبره، د موټربم د شنډېدو پر مهال، چې چاودنه رامنځ ته شوه، له امله يې په سيمه کې يوه وړه نجلۍ وژل شوې او يوه ښځه ټپي ده.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو عملياتو پر مهال درې وسلوال مخالفين د ملي امنيت له ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او يو بل ژوندى ونيول شو.

احمدي وويل، چې دغه راز د ملي امنيت ځواكونو په لښكرګاه ښار، سنګين، نادعلي او مارجې ولسواليو كې هم عمليات ترسره كړي دي.

د ده خبره، د دغو عملياتو پر مهال د ملي امنيت ځواكونو اته وسلوال مخالفين نيولي، چې اوس مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دى او وروسته به يې رسنيو ته هم وښيي.

نوموړي زياته کړه، چې په ترسره شوو عملياتو كې اووه كلاشينكوفونه، دوه پيكاوې، پنځه سي بر ټوپك، اته مخابرې، دوه موټرسايكلونه، يوه تومانچه،۵۱ كړۍ ماينونه، زرګونه مرمۍ او په ډېره کچه چاودېدونکي توکي نيول شوي دي.

بلخوا دوو موټرسايکل سپرو وسلوالو په لښکرګاه کې پر يوه پوليس ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.

ددې ولايت دامنيه  قوماندانۍ دامنيت  امر سمونوال غلام رباني بهاوي پژواك ته وويل ، چې ياده پېښه  تېر ماښام تر روژه مات لږ مخکې رامنځه شوې ده.

د بهاوي په وينا، چې وژل شوى پوليس د لښكرګاه  ښار په دويمه  حوزه كې د خپل كورمخې ته  ناست و ، چې د دوو موټر سيكل سپرو لخوا دتومانچې ډزې پرې وشوې او ووژل شو.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت ځواکونو په غزني ولايت کې د چاودېدونکو توکو يوه لويه زېرمه کشف کړې ده.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات پژواک اژانس ته وويل، چې دغه زېرمه يې د غزني ښار اړوند د ارزو په سيمه کې کشف کړې ده.

د هغه په وينا، په زېرمه کې ۵۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۲ کړۍ ماينونه او د ريموټ کنټرول ماينونه د دوى لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې زېرمې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او وسلوالو طالبانو غوښتل، چې له يادو چاودېدونکو توکو په کار اخيستو د غزني ښار پر يو شمېر امنيتي ځايونو بريد وکړي.

وسلوالو طالبانو د يادو ټولو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.