Language

په بلخ کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات دوه برابره زيات شوي

مزارشريف (پژواك، ١٠ زمرى ۹۱): په بلخ ولايت كې د خټكيو د مچانو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې؛ خو د تېر كال په پرتله د خټكيو او هندواڼو حاصلات زيات شوي دي.

 د دغه ولايت كروندګر او د كرنې مسوولين وايي، چې د تېر كال د سړې هوا له امله د اوبو له زياتوالي سربېره تر ځمكې لاندې د خټكيو د چينجيو د يو څه له منځه تګ له امله د خټكيو او هندواڼو كښت دوه برابره زيات شوى دى.

 د چمتال ولسوالۍ د چمتال كلي كروندګر سيدمحمد د زمري په ۱۰مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د تېر كال په پرتله يې د هندواڼو او خټكيو كروندو ښه حاصلات وركړي دي.

 نوموړي زياته كړه، تېر كال يې له يو جريب ځمكې څخه له ۵۰ څخه تر ۶۰زره افغانيو په ارزښت حاصلات ټولول؛ خو سږكال له يو جريب څخه د ۱۰۰زره افغانيو په ارزښت حاصلات ټولوي.

 د هغه په وينا، تېر كال په خټكيو او هندواڼو كې د مچانو او بويارې د وچېدو ناروغۍ لګېدلې وې، چې له امله حاصلات د سږني كال په پرتله نيمايي و.

 سيدمحمد وويل، د تېر كال د ژمي د سړې هوا له امله د ځمكو اوبه زياتې شوې او له امله يې د ځمكې پر سر د واورې د پاتې كېدو له امله د مچانو كچه هم خورا راټيټه شوه.

 نوموړي وويل، له همدې امله سږني حاصلات زيات شوي دي.

 خو يو شمېر كروندګر وايي، لا هم د خټكيو په كروندو كې مچان شته دي، چې له امله يې د خټكيو كښتونه په پوره توګه حاصلات نه وركوي.

 د بلخ ولسوالۍ د تيمورسراى كلي كروندګر محمد حسين پژواك خبري اژانس ته وويل،چې د تېر كال د سړې هوا له امله د هندواڼو ناروغۍ په پوره توګه له منځه تللي؛ خو د خټكيو د مچانو ناروغي لا هم يو څه شته دى.

 نوموړي زياته كړه، چې تېر كال په خټكيو كې د بويارې د وچېدو او مچانو ناروغۍ وې، چې د بويارې د وچېدو ناروغي يې تر يو څه درملنې او يو څه د واورو له امله له منځه لاړه، خو د مچانو ناروغي په پوره توګه وركه نه شوه.

 د هغه په وينا، خو بيا هم د تېر كال په پرتله خپلو حاصلاتو ته خوښ دى.

 محمدحسين وويل، چې تېر كال يې د هندواڼو او خټكيو له اووه جريبه پالېز څخه ۱۸۰زره افغانۍ ترلاسه كړې وې؛ خو سږكال يې له همدې پالېزونو څخه تر دې دمه ۳۴۵زره افغانۍ ترلاسه كړې او لا يې هم پالېزونه تش نه دي.

 د بلخ ولايت د كرنې او مالدارۍ رياست مسوولين هم، په دغه ولايت كې د هندواڼو او خټكيو د حاصلاتو د ډېرښت پخلى كوي؛ خو د خټكيو د مچانو د ناروغي په اړه وايي، چې په پوره توګه له منځه وړلو كې يې پاتې راغلل.

 د دغه رياست رييس كاتب شمس پژواك ته وويل، د سږني كال په پيل كې دوى كروندګرو ته يو ډول درمل ووېشل، چې پر خټكيو يې د ګل پر مهال وپاشي.

 نوموړي زياته كړه، له همدې درملو او تېر كال د سړې هوا له امله د خټكيو د بويارو د وچېدو ناروغي له منځه لاړه، خو لا هم د تېر كال په پرتله ۳۰ سلنه د خټكيو د مچانو ناروغي په هماغه حال پاتې ده.

 د هغه په وينا، دمګړۍ د خټكيو د مچانو كومه ځانګړې درملنه نه شي كېدى؛ خو يواځې يو ډول كڅوړې دي چې بايد خټكى پرې وپوښل شي.

 د كرنې رييس وويل، د تېر كال په پرتله د خټكيو او هندواڼو د حاصلاتو د ډېرښت يو لامل د دغې مېوې په زياته پيمانه كرل دي.

 نوموړي زياته كړه، تېر كال د بلخ ولايت په كچه په ۵۰۰زره جريبه ځمكه كې خټكي او هندواڼې كرل شوې وې؛ په داسې حال كې چې سږكال په څه باندې ۶۰۰زره جريبه ځمكه كې كرل شوې دي.

 د هغه په وينا، سربېره پر دې تېر كال به كروندګرو خټكي او هندواڼې په دانو خرڅولې؛ خو سږكال يې په كيلوګرام پلوري، چې له امله يې هم ګټه زياته شوې ده.