Language

چارواکي: په هلمند کې د وسلوالو طالبانو خپلمنځي اختلافات ډېر شوي

لښكرګاه (پژواك،١٠ زمرى ۹۱): د هلمندامنيتي چارواكې وايي، چې په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو اختلافات ډېر او په پنځو ډلو وېشل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند د ملي امنيت رييس او امنيه قوماندان نن (د زمري ١٠مه) په لښکرګاه کې د يوې خبري غونـډې پر مهال وکړې.

يادو امنيتي چارواکو په دې خبري غونډه کې د تېرو څلورو مياشتو پر مهال د دغه ولايت پر امنيت او خپلو لاسته راوړنو رڼا واچوله.

د ملي امنيت رييس جنرال نظرعلي واحدي وويل، چې په هلمندكې د سلو لويو او وړو ګروپونو په شاوخوا كې د دولت وسلوالو مخالفينو شتون درلود، خو په دې وروستيو کې ګڼ شمېر ډلې يې له منځه وړل شوي او ځينو ډلو يې خپلې وسلې پر ځمکه اېښي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شوې دي.

هغه زياته کړه، چې له تېر يوه كال راهيسې د وسلوالو طالبانو د ګروپونو ترمنځ د پيسو، د دولتي ځمكو د غصب او يا دې ته ورته نورو مادي ګټو په سر درز پيدا شوى، چې له امله يې په سيمه كې امينت ښه شوى دى.

د ملي امنيت د رييس په وينا، اوسمهال طالبان په پنځو لويو ګروپونو وېشل شوي، چې هغه هم ټول عقيدوي طالبان نه دي، ډېرى کسان په يادو ګروپونو كې د بېكارۍ، بې سوادۍ او د ګاوندډيو هېوادونو په غوښتنه د دولت پر وړاندې په مخالفت لاس پورې كړى دى.

واحدي وايي: ((د پاکستان په کوېټه او کراچۍ ښارونو کې پر مېشتو طالب قوماندانانو د پاکستان له خوا سخت فشار دى، څو د جنګ لپاره افغانستان ته ولاړ شي، خو دا چې هغوى د جنګ توان نه لري، نه شي کولى دغه ولايت ته راشي.))

نوموړي وويل، چې په تېرو څلورو مياشتو كې د ملي امنيت د ځانګړو عملياتو پر مهال لسګونه طالبان وژل شوي، ژوندي نيول شوي، وسلې، وسايل، مهمات او ډېر نور امكانات يې د دوى لاسته ورغلي دي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام په ياده خبري ناسته کې وويل، چې طالبان د دولت د مخالفت ترڅنګ له ولس سره هم دښمني کوي.

هغه زياته کړه، چې د وسلوالو طالبانو په چاودنو او بريدونو کې په تېرو څلورو مياشتو کې په دغه ولايت کې ١٥٩ ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو امنيه قوماندان وويل، چې په دې موده کې يواځې ١٨ پوليس وژل شوي او دوولس نور ټپيان دي.

د امنيه قوماندان په خبره، په تېرو څلور مياشتو كې وسلوالو مخالفينو د الفاروق په نوم عمليات پيل كړل او غوښتل يې چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي، خو نه يواځې دا چې دوى په خپلو پلانونو كې بريالي نه شول بلكې له سختې ماتې سره مخ شول.

الهام ادعا وکړه، چې په تېرو څلورو مياشتو کې ٣١٢ وسلوال طالبان وژل شوي، ٨٨ ټپيان شوي، او ٩١ نور له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره ژوندي نيول شوي دي.

امنيه قوماندان او د ملي امنيت رييس په ياده خبري ناسته كې وويل، چې اوسمهال په هلمند كې امنيت د ډاډ وړ دى، نږدې ټولو ولسواليو ته لارې خلاصې شوې او د خلكو مرسته هم له امنيتي ځواكونو سره زياته شوې ده.

د يادونې ده، چې د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه او درېيو ولسواليو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي. 

Related Topics