کلات ( پژواک، ١١ زمرى ٩١ ) : د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپلو درېیو ساتونکو سره نن غرمه د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو .
ددې ولایت د والي ویاند شریف الله ناصري د زمري په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا دولس نیمې بجې په شملزو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوه .
هغه زياته کړه، چې د شملزو د امنیه قوماندان د موټر کاروان د شینکۍ له ولسوالۍ څخه د شملزو ولسوالۍ ته روان و ، چې د شملزو ولسوالۍ د دوراهي په سیمه کې ورباندي د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه .
دده په خبره، چې په چاودنه کې قوماندان شاه خان له خپلو درېیو ساتونکو پولیسو سره ووژل شو او رېنجر موټر یې ویجاړ شو .
ناصري زیاته کړه ، چې امنیتي ځواکونو د پيښي په سیمه کې پلټنې پيل کړې دي.
بلخوا ایساف ځواکونو په یوه اعلامیه کې ، چې د زمري په ۱۱مه یې پژواک اژانس ته رالیږلې، ویلي، چې د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کې يې یو مهم طالب قوماندان نیولی دی.
سرچینې زیاته کړې ، چې نیول شوي طالب قوماندان په مخامخ بریدونو، د سړک د غاړې په چاودنو او د ځانمرګو بریدونو په تنظیم کې لاس درلود او د هغه طالب د معلوماتو پر اساس نیول شوی، چې څو ورځې مخکې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول و .
وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې د یادو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.
خو قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې تیره شپه او نن سهار یې د زابل د مرکز کلات اړوند د مغلیزو په سیمه او د میزان په ولسوالۍ کې په دوو بریدونو کې اته کورني عسکر وژلي دي.
خو د زابل چارواکي د طالبانو دغه ادعا ردوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP