ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محقق ومنله چې ډاکټر ياسا د پاکستان تابعيت لري

محقق ومنله چې ډاکټر ياسا د پاکستان تابعيت لري

author avatar
1 Aug 2012 - 12:54
محقق ومنله چې ډاکټر ياسا د پاکستان تابعيت لري
author avatar
1 Aug 2012 - 12:54

کابل ښار (پژواک، ١١ زمرى ٩١): د حزب وحدت مشر حاجي محمد محقق وايي، چې ډاکټر حسين علي ياسا د نورو يوشمېر افغانانو په څېر د پاکستان د تابعيت تذکره لري او ورور يې هم د پاکستان د پوځ متقاعد پوځي دى.

د ملي جبهې غړى او د دوو ورځپانو مسوول ډاکټر حسين علي ياسا تېره اونۍ د ملي امنيت له خوا په دې تور، چې ګواکې د پاکستان سفارت ته ډېر تګ راتګ کوي، پاکستانى شناختي کارټ لري او ورور يې د پاکستان په پوځ کې دا مهال د جنرالۍ دنده لري، ونيول شو، خو له ٢٧ ساعتونو بند او څېړنو وروسته بېرته خوشى شو.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، چې ياسا د سپيناوي لپاره ور غوښتل شوى و، خو دا چې هغه د شکرې ناروغي لرله، په ضمانت خوشى شو او د اړتيا پر مهال به بيا ړر وغوښتل شي.

د حزب وحدت اسلامي له مطبوعاتي دفتره د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د حزب وحدت اسلامي د مشر حاجي محمد محقق له خولې ليکل شوي، چې ډاکټر ياسا يو خبريال، سياستوال او د ملي جبهې له موسسينو څخه دى، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې له حاجي محمدمحقق سره پېژندګلوي لري.

سرچينې د محقق له خولې ليکلي، چې حکومت د ډاکټر ياسا د نيولو لپاره هېڅ قانوني جواز نه درلود.

محقق ويلي: ((زه ډاکټر  ياسا له شلو کلونو راهيسې پېژنم، يو وياړمن افغانستانى او يو صادق مقاومتګر هزاره دى.))

د هغه په وينا، ملي امنيت ويلي، چې د ياسا ورور د پاکستان د پوځ جنرال دى، خو د هغه ورور د پاکستان په پوځ کې جنرال نه دى، بلکې يو کوچنى نظامي دى، چې اوس متقاعد شوى او د ياسا له دندې سره تړاو نه لري.

نوموړي زياته کړې، چې ډاکټر ياسا سفارتخانو ته د يوه سياستوال، خبريال او د ملي جبهې د يو استازي په توګه ورته، چې دا يوه عادي مسئله ده او ټول سياسيون او ژورنالېستان سفارتخانو ته تګ راتګ کوي.

محقق وايي: ((زه ډېر وزيران او ستر سلاکاران پېژنم، چې د پاکستان شناختي کارټ  يا د امريکا، کاناډا او نورو لري، خو د هغوى لپاره ګناه نه ده، بلکې وياړ دى ورته، خو ولې د ياسا لپاره ګناه ده؟))

د ده په خبره، پر ډاکټر ياسا تور له سفارتخانو او نورو هېوادونو سره د تړاو او اړيکو له امله نه دى، بلکې د هزاره توب، د مقاومت په جبهه کې غړيتوب او له ملي جبهې سره د همکارۍ له امله دى.

د هغه په وينا، د کرزي حکومت يو فاسد او ناکام حکومت دى، چى نه شي کولاى د خلکو هيلې ترسره کړي او اوس غواړي خپل اپوزېسيون له بېلابېلو لارو وځپي.

په ياده اعلاميه کې راغلي، خلک له حکومت څخه غواړي چې د ډيموکراسۍ اصول دې له منځه نه وړي او خلک دې د خپلو هغو لوبو قرباني نه کړي چې له طالبانو او القاعدې سره يې پيل کړې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.