Language

مطیع الله عابد د کرکټ بورډ له لوري د کال غوره ژورنالست اعلان شو

کابل ( پژواک ۱۱ زمری ۹۱ ) د افغانستان کرکټ بورډ افغان خبریال مطیع الله عابد ته د کرکټ په برخه کې د ښو لیکنو ، تبصرو او راپورونو په ویاړ د کال دغوره ژورنالست لقب ورکړ.

 د کرکټ بورډ لخوا د زمري په ۱۱مه، پژواک خبری اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې مطیع ا لله عابد له امريکا غږ اشنا راډيو سره له تیرو څو کلونو راهيسې د ژورنالست په توګه کار کوي.

سرچینې زیاته کړه، عابد نه یواځې په سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او نورو ډګرونو کې یې هلې ځلې کړې دي، بلکې د لوبو او په ځانګړې ډول کرکټ سره یې د جنون تر حده مينه ده او تل يې د افغانستان د کرکټ په اړه لیکنې، تبصرې، راپورونه او مقالي لیکلي دي.

 په خبرپاڼه کې راغلي دي چې عابد تر اوسه د کرکټ په اړه په سلګونه راپورونه، مقالې او  تبصرې لیکلې، د ده هره لیکنه لوستونکې تر پایه لوستلو ته اړ باسي، په فیس بوک او ویبپاڼو کې د ښاغلي عابد لیکنې معتبر حیثیت لري .

 نوموړی  د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره کاناډا، ويسټ انډيز او عربي  اماراتو ته یو شمیر  سفرونه هم کړیدي او د کرکټ بورډ او کرکټ لوبډلې د لوبغاړو سره له نږدې اشنایي لري .

 دسرچینې په وینا، عابد هڅه کوي چې په افغانستان کې کرکټ د سولې او ملي یوالي د سمبول په توګه عام کړي او د دغې لوبې لپاره نور ځوانان هم وهڅوي .

 د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ډاکټر حامد شینواری هم د مطیع الله عابد کړنې ستایي او زیاتوي : (( د عابد لیکنې د کرکټ لوبې په ودې او پرمختګ کې مهم رول لوبوی،  تل یې ځوانان دغې لوبې ته هڅولي دي، د ده لیکنې د ملي یو والي ښه نښه ده )).

 شینواری پر نورو ژورنالستانو او لیکوالانو هم غږ وکړ، چې د عابد په څیر د کرکټ په اړه د خپلو مثبتو او تنقيدي لیکنو او تبصرو له لارې د راتلونکې کال  د غوره ژورنالست لقب ترلاسه کړي .

 مطیع الله عابد دافغانستان کرکټ بورډ مننه وکړه، چې ده ته یې دا ویاړ وروبخښلو.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې د کرکټ لوبغاړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانستان نیک نوم ګټلی دی، په داسې حال کچه چې په نا امنیو، ترهګري ، اداري فساد او نشه یي توکي افغانستان بدنام کړی دی.

نوموړي ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې هم د کرکټ لوبې د ودې پرمختګ او ملي یووالي په اړه خپلو لیکنو ته ادامه ورکوي.

 مطیع الله عابد د کندوزولایت د زاخیلو کلي کې زیږیدلی دی، خپلې زده کړې یې په پیښور کې ترسره کړیدي او په ژورنالیزم کې ماسټري لري.

نوموړی له تیرو شلو کالو راهيسې د ژورنالیزم په ډګر کې له بیلابیلو ورځپاڼو،راډیو، تلویزیونونو او انټرنیټي پاڼو سره کار کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.