جلال اباد ( پژواک ۱۳ زمری ۹۱ ) د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې ۱۹ تنه ټپیان کړل.
ددې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د زمري په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چاودنه دچپرهار ولسوالۍ ددولتزي کلي په جامع جومات کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د جومات ملا امات د جمعې د لمانځه خطبه لوستله، چې په محراب کې چاودنه وشوه.
د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې څوک وژل شوی نه دی خو ۱۹ تنه مونځ ګوزار ټپیان شوي دي.
امنیه قوماندان وویل چې پولیسو ددې چاودنې دلامل پیدا کولو په موخه پلټنې پیل کړې دي.
د ننګرهار دعامې روغتیا رییس ډاکټر باز محمد شیرزاد پژواک ته وویل چې روغتون ته ۱۹ ټپیان راوړل شوي چې ۱۰ تنه یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP