Language

په هرات کې د بډو اخيستو په تور درې دولتي چارواکي ونيول شول

هرات (پژواک ١٣ زمرى ٩١): د هرات د انجيل ولسوالۍ درې لوړ پورې چارواکي او يو مدافع وکيل د رشوت په تور د دغه ولايت د ملي امنيت د رياست له خوا ونيول شول.

د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس ګل احمد رامش نن (د زمرى ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوي کسان د انجيل ولسوالۍ د حقوقو، مالي او اداري او د ځمکو مديران او يو مدافع وکيل دى.

هغه زياته کړه، چې نيول شوي کسان د محکمې له حُکم سره سم د درې جريبه ځمکې د بېرته راګرځولو په موخه د پلاوي په توګه ټاکل شوي وو، خو دوى په دې مسئله کې له ښکېلې يوې خوا څخه د رشوت غوښتنه کړې وه.

 رامش وايي، چې دغه کسان د لس زره ډالرو اخيستو پر مهال د هرات د ملي امنيت د کار کوونکو له خوا نيول شوي دي.

 سرچينې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.

د روان کال په غبرګولي مياشت کې د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د پوليسو يو افسر هم له يوه امنيتي نادولتي شرکت څخه د رشوت اخيستو په تور نيول شوي و.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې ولسمشر حامد کرزي د ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، د قانونيت ټينګښت او اقتصادي ځان بسياينې په برخو کې د ننګونو په اړه يو فرمان صادر کړى دى .

د ولسمشر په فرمان کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره اړوندو ادارو ته په جديت لارښونه شوې او اړوندو ادارو يې غوښتي، چې موازي ادارې وڅېړي او د شتون اړتيا او دلايل يې دې وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.