مزارشريف (پژواك ١٤زمرى ٩١): په شمال كې مېشت سوله ساتي ځواكونه (ايساف) وايي، چې تر هغه به په پوره توګه له دغه زون څخه ونه وځي، تر څو چې افغان ځواكونه په پوره توګه په خپلو پښو درېدلي نه وي.
په مزارشريف كې د شمال زون د سوله ساتو ځواكونو قوماندان جنرال اېريچ فيفر Erich Pfeffer د زمري په ۱۴مه، خبري ناستې ته وويل، چې په شمال كې د تېر كال په پرتله امنيتي پېښې كمې شوې دي.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه زون كې د تېر كال په پرتله ځان وژونكي بريدونه او چاودونې كمې شوي او دوى هڅه كوي، چې په پوره توګه د دغه ډول بريدونو مخه ونيسي.
د هغه په وينا د يادو پېښو د كمښت لامل د دوى او د افغان ځواكونو د ګډو هڅو تر څنګ عام خلك مهم رول لري، چې په مرسته يې مخالفين خپلې ورانكارې هڅې نه شي اوږدولى.
جنرال فيفر وويل، چې له شمال زون څخه د دوى وتل د افغان ځواكونو جنګي وړتيا پورې تړلې خبره ده.
نوموړي زياته كړه، چې تر هغه به له دغه زون څخه ونه وځي، تر كومې چې افغان ځواكونه په پورته توګه په خپلو پښو نه وي درېدلي.
د هغه په وينا دوى يقين لري، چې تر ۲۰۱۴ زيږديزكال پورې به په پوره توګه افغان ځواكونه د خپلو سيمو د ساتنې وړتيا ومومي.
په شمال كې د ايساف قوماندان وويل، چې له دغه زون څخه له وتلو وروسته به خپل ډېرى نظامي تاسيسات افغان ځواكونو ته وسپاري.
په افغانستان كې د المان څه باندې ۵زره سرتېري مېشت دي، چې ډېرى د هېواد په شمال كې دي، دغوځواكونو په شمال كې د امنيتي چارو تر څنګ د بيارغونې او د افغان ځواكونو د روزنې په برخه كې هم مهمې كړنې تر سره كړې دي.