کابل، لښکرګاه ( پژواک ١٤ زمرى ٩١ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې درې ځانمرګي بريد کوونکي موخه تر رسېدو مخکې وژل شوي دي.
د ياد وزارت لخوا د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د هلمندد نوزاد ولسوالۍ د دهنې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه ،درې ځانمرګي بريد کوونکي ،چې له چاودېدونکيو توکيو ډک واسکټونو او وسلو سمبال وو او د ښځو په جامو کې راغلي وو، غوښتل يې چې ددهنې پر پوستې بريد وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې تر بريده مخکې دغه کسان د ملي پوليسو لخوا وپېژندل شول او ددواړو لوريو ترمنځ نښته پيل شوه، چې په پايله کې يې درې واړه بريد کوونکي ووژل شول.
سرچينه وايي ،چې په دې پېښه کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وايي ،چې له نښتې وروسته له مخالفينو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه، يوه پايه مخابره، دوه عرادې موټرسايکلونه د پوليسو لاسو ته ورغلي دي.
د هلمند ولايت ځايي چارواکيو هم دا پېښه تاييد کړې ده.
د والي وياند داوود احمدي وويل ،چې پوليسو په دې اړه استخباراتي معلومات درلودل او د هغوى بريد يې شنډ کړ.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .