ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه وکيل د ساتونکو او امنيتي کسانو ترمنځ ډزو درېيو تنوته مرګ ژوبله واړوله

د يوه وکيل د ساتونکو او امنيتي کسانو ترمنځ ډزو درېيو تنوته مرګ ژوبله واړوله

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د ملي امنيت د منسوبينو او د ولسي جرګې د يوه غړي د ساتونکو په متقابلو ډزو کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال  محمدداوود اميني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د کابل ښار د  دوولسمې حوزې  اړوند د حسين خېلو په سيمه کې د ملي امنيت د چټک غبرګون د تلاشۍ په پوسته کې  رامنځته شوه. 

ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې په متقابلو ډزو کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوى، د جرګې د غړي يو ساتونکى او يو ملکي وګړى ټپيان دي.

اميني وويل، چې د پلټنې ډله سيمې ته تللې او راپور به يې وروسته له رسنيو سره شريک شي.

د سيمې يوه قومي مشر ملک امان الله پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه د بګراميو ولسوالۍ د حسين خېلو په سيمه کې، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د استازي اميرجان دولتزي د موټر د تلاشي کولو پر سر رامنځته شوې ده.

د ده د معلوماتو له مخې، د دولتزي ساتونکو د ملي امنيت يو کارکوونکى پر ډزو ټپي کړى او د نوموړي يو ساتونکى هم ټپي شوى دى. 

ده وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په سيمه کې د حسين خېلو د ښوونځي مخې ته د موټر تلاشي پيل ګړې ده.

خو اميرجان دولتزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې موټر يې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا په بشپړ ډول تلاشي شول.

هغه وويل، چې تر تلاشۍ وروسته د ده موټر له سيمې وړاندې تللى و، چې د محافظينو پر موټر يې د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا په نامعلوم دليل ډزې وشوې او د ده ساتونکي يې ټپيان کړل.

ده ونه ويل، چې څو ساتونکي يې ټپيان شوي دي.

دولتزي وويل، چې د پېښې په اړه نور معلومات نه لري، خو د خپلو ساتونکو له خوا يې د ملي امنيت پر کارکوونکو ډزې رد کړې.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.