Language

په يوه وسلواله نښته کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩١): نن سهار د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير محمدنارام پژواک ته وويل، چې ياد ملکي کسان د دغه ولايت د کوه ساپي ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان د ده بابا علي په بازار کې د ګډون لپاره د کاپيسا د مرکز له مربوطاتو نه په يو سراچه او تونس موټر کې روان وو، چې د ژاله کلا په سيمه کې تر بريد لاندې راغلل.

هغه وويل، چې ټپي کس د چاريکار روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې ښه  بلل شوى دى.

سرچينې وويل، چې دغه بريد د وسلوالو طالبانو له خوا ترسره شوى، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د بګرام ولسوال زمري ناصري پژواک ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوه.

د ناصري په وينا، د کلي دوه ملکان، چې د ولسوالۍ پېژندل شوې څېرې دي، يو په دې پېښه کې وژل شوى او بل ټپي دى.

Related Topics