ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حامد کرزي لخوا د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د وروستيو اقداماتو هرکلى وشو

author avatar
5 Aug 2012 - 15:35
author avatar
5 Aug 2012 - 15:35

کابل ( پژواک، ١٥زمرى ٩١ ) :د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې د فساد پر وړاندې د ولسمشر حامد کرزي  له وروستيو اقداماتو څخه هرکلى وکړ.

د يادې شبکې لخوا د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ددې شبکې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په پايله کې حکومت  له  اداري فساد سره د مبارزې په اړه ځينې اقدامات تر لاس لاندې نيولي دي.

سرچينې زياته کړې ، چې په دې وروستيو کې  ولسمشر حامد کرزي له اداري فساد سره د مبارزې لپاره ۴۵ ګڼه فرمان صادر کړی ،چې دغه شبکه ددغه فرمان له هر اړخيزې څېړنې وروسته له هغو نيمګړتياوو سره سره، چې په ياد فرمان کې شتون لري د لسو کلونو له تېرېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او په دې اړه د حکومت د رهبرۍ د ارادې ښکارندوي بولي او هر کلی يې کوي.

 دغه شبکه په داسې حال کې ، چې د حکومت په لوړو پوړيو کې د مفسدو کسانو د شتون له امله د ياد فرمان  د اغېزمن پلې کيدو په اړه اندېښمنه ښودلې، خو څرګنده کړې يې ده ،چې که  حکومت د دغه فرمان پلې کيدو ته ژمن وي او په جديت سره يې تعقيب کړي، نوکېدای شي په ټاکلي وخت کې په ټولو حکومتي پوړيو کې  مثبت بدلون او اصلاحات رامنځته  شي.

 د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکې غوښتنه کړې، چې په هېواد کې ددغه فرمان او نورو نافذه قوانينو د اغېزمن پلی کېدو لپاره بايد  حکومت د کابينې لوړپوړي کسان، چې په اداري فساد ککړ دي له خپلو څوکيو څخه لرې کړي .

 شبکې دغه راز دا غوښتنه هم  کړې، چې د دغه فرمان د پلي کېدو لپاره له پارلمان او مدني ټولنو سره په همغږۍ يو ځانګړی مېکانيزم  جوړ کړي او د قوانينو په پلي کېدو کې دې له هېڅ ډول اقدام څخه ډډه نه کوي .

 دغه شبکه د هيواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه غواړي، ترڅو د لوړپوړو چارواکيو د قضيو تعقيب، څېړنه او محاکمه دې بايد په پټه توګه او د پردې ترشا ترسره نشي، بلکې ټول پړاوونه دې د شفافيت د لا ټينګښت لپاره ملت ته واضح او روښانه وي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.