Language

د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې درې مهم قوماندانان وژل شوي

مزار شريف ( پژواک ١٥ زمرى ٩١ ) : ځايي خلک اوچارواکي وايي ،چې په بلخ ولايت کې د وسلوالو طالبانو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې يې درې مهم قوماندانان وژل شوي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ سرپرست وياند همايون همنوا د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا جګړه تېره شپه د چهاربولک ولسوالۍ د ګله جوى په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ،چې د وسلوالو طالبانو ترمنځ په دې خپلمنځي جګړه کې درې مهم غړي يې وژل شوي او ترلسو زيات نور ټپيان دي.

خو د محمد رسول په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ،چې په دې نښته کې اته تنه وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په ياده سيمه کې د وسلوالو طالبانو د ملا نقيب الله د ډلې غونډه روانه وه، چې د ملا توپان په مشرۍ د طالبانو  يوې بلې دولس کسيزې وسلوالې ډلې پرې بريد وکړ.

محمد رسول وايي، چې له دې بريده وروسته ددواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې د ملا نقيب الله د ډلې د درېيو مهمو قوماندانانو  ملا باقي، ملا حسن او ملا سفري په ګډون اته  تنه ووژل شول او تر لسو زيات يې ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې د چهاربولک ولسوالۍ  لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوى ولسوال ملاباقي هم شامل دى.

يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل ، چې د طالبانو د وژل شوي ولسوال جسد د بلخ ولسوالۍ کلينيک ته لېږدول شوى و،  چې نن سهار بېرته د سيمې اوسېدونکو ته وسپارل شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا توپان ، چې د طالبانو پر غونډې يې بريد کړى و، دولت ته تسليم شوى دى.

بلخوا په دې ولايت کې د سولې د عالي شورا سرچينې وايي، چې نن په دې ولايت کې لس تنه مخالفين دولت ته تسليميږي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics