Language

د ملي امنيت څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار( پژواک، ١٥ زمرى ٩١): د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي .

د جبل السراج امنيه قوماندان سمونوال محمد معصوم فرزه يي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه اتو تنو وسلوالو طالبانو  ددې ولسوالۍ د ګذر پايين په سيمه کې د نبي حواله دار په کور کې ناسته لرله .

دى وايي، د ملي امنيت موظفينو غوښتل ،چې ياد شوي طالبان ژوندي ونيسي، خو نښته رامنځته  او له امله يې ياده مرګ ژوبله واوښته .

د هغه په وينا، يادو شويو طالبانو او په حواله دار مشهور نبي، چې خټګر دى تښتېدلي ، خو د نبي ورور او  د تره زوى د ملي امنيت موظفينو نيولي دي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د نبي په کور کې له تويې شويو وينو څرګنديږي ، چې په ياده نښته کې يو تن طالب يا وژل شوى او يا هم ټپي شوى دى .

ده وويل ،چې د ملي امنيت ځواکونو له دې کور څخه يو له اوږې څخه  ويشتونکى راکټ هم تر لاسه کړى دى .

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې د ملي امنيت درې تنه وژل شوي او يو ټپي دى.

پژواک هڅه وکړه ، چې په دې اړه د ملي امنيت رياست له چارواکيو سره خبرې وکړي ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .

Related Topics