Language

په بلخ کې د مخالفينو ۱۴ كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه

مزارشريف (پژواك، ۱۵ زمرى ۹۱) : د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا مسوولين وايي، چې په دغه ولايت كې د ملا توپان په مشرۍ د وسلوالو مخالفينو ۱۴ كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د دغه ولايت د سولې د عالي شورا د اطلاعاتوآمر قاري ذبيح الله د زمري په ١٥مه، د يادو مخالفينو د تسلمېدو د غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دولت سره د مخالفينو د دغې ډلې يو ځاى كېدل به د سولې پروسه لا پسې ګړندۍ كړي.

نوموړي زياته كړه، چې يادو كسانو له ځانه سره ۶ ميله وسلې هم دولت ته تسليم كړې دي.

د بلخ ولايت سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق قادري پژواك ته وويل، چې ياد كسان د چهاربولك ولسوالۍ په تهانه، وچه ونه او ګله جوى سيمو كې د دولت پر ضد وسلوال فعاليتونه ترسره کول.

نوموړي زياته كړه، چې ياد كسان د مزار او شبرغان لويې لارې ته نږدې په ورانكارو كړنو اخته و، چې تسلېميدل يې د دغه ولايت پر امنيت خورا مثبت تمامېږي.

له بلې خوا د سيمې اوسېدونكي د ملا توپان په اړه وايي، چې بېګا شپه يې په سيمه كې لسګونو نورو طالبانو ته د جګړې په ترڅ كې مرګ ژوبله اړولې او بيا دولت ته تسليم شوى دى.

د سيمې اوسېدونكي محمد رسول پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د وسلوالو طالبانو د ملا نقيب الله د ډلې غونډه روانه وه، چې د ملا توپان په مشرۍ د طالبانو يوې بلې دولس کسيزې وسلوالې ډلې پرې بريد وکړ.

نوموړي زياته كړه، چې له دې بريده وروسته ددواړو لوريو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې د ملا نقيب الله د ډلې د درېيو مهمو قوماندانانو  ملا باقي، ملا حسن او ملا سفري په ګډون اته  تنه ووژل شول او تر لسو زيات يې ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې د بلخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا ټاکل شوى ولسوال ملاباقي هم شامل دى.

ملا توپان د خپلې ډلې د تسلمېدو په وياړ له غونډې وروسته پژواك ته وويل، چې دى د ځينو مسئلو له امله، چې په ډاګه يې نه كړل، له دولت څخه يې واټن نيولى و.

نوموړي زياته كړه: ((دغه جګړه پاكستان روانه كړې ده، بايد زموږ خلك پوه شي او له جنګ څخه لاس واخلي.))

خو ملا توپان له بېګانۍ نښتې څخه انكار وكړ، ويې ويل، چې نوموړي بېګا له هېچا سره نښته نه ده كړې.

بلخوا د بلخ سرپرست امنيه قوماندان قادري د بېګانۍ نښتې د پخلي تر څنګ وويل، چې وسلوال مخالفين وخت ناوخته د خپلو شخصي ګټو په موخه له يو بل سره نښلي؛ خو دا يې په ډاګه نه كړه، چې بېګانۍ نښته ملاتوپان كړې وه او كه نه.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه نښته كې د وسلوالو مخالفينو درې مهم غړي ملا احسن، ملا باقي الله او ملا سفري  وژل شوي اولسګونه يې ټپيان شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په چهاربولک کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي جنګ رد کړ، خو ويې ويل چې ديوې توطئې له مخې دولت ددوى درې ملګري او دوه د سيمې اوسېدونکې وژلي دي.

Related Topics