جلال اباد،اسعد اباد ( پژواک، ١٥ زمرى ٩١ ) : د نورستان چارواکي وايي، چې په وانت وايګل ولسوالۍ کې يوه مدرسه له قران کريمونو او ديني کتابونو سره سوځول شوې ده.
د نورستان والي تميم نورستاني د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د وانت په نامه د غه مدرسه دېرش کاله مخکې جوړه شوې وه او پکې سلګونو طالبانو زده کړې کولې.
هغه زياته کړه ،چې دا مدرسه تېره شپه سوځول شوې، خو دا تر اوسه نه ده معلومه ، چې د چا لخوا سوځول شوې ده .
والي وويل، چې د وانت وايګل ولسوالۍ واګې له طالبانو سره دي، ځکه نو طالبان يې ددې مدرسې په سوځولو کې ګرم وبلل.
تميم نورستاني له خلکو وغوښتل ،چې ددې مدرسې د سوځوونکو پر ضد راپاڅيږي.
خو د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله وايي ، چې دا ديني مدرسه د وسلوالو طالبانو لخوا سوځول شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې دا مدرسه د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې موقعيت لري او په دې پېښه کې د ولسوالۍ د ودانۍ ځينې برخې هم زيانمنې شوې دي.
په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم هم د يادې مدرسې سوځېدنه تاييد کړه.
د نورستان د پوهنې رييس ډاکټر غلام حسين بيا وايي ،چې دا يو منځنى مختلط ښوونځى و، چې پکې ديني او عصري دواړه زده کړې کېدلې.
هغه زياتوي ، چې په دې ښوونځي کې تر نهم ټولګي پورې څلور سوه هلکانو زده کړې کولې.
طالب وياندذبيح الله مجاهد هم مني،چې ياده مدرسه سوځول شوې،خو دا يې رد کړه ،چې ګوندې طالبانو سوځولې ده.
نوموړي وويل، چې ددې مدرسې د سوځېدو د لامل د پيدا کولو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
ديادونې ده ،چې د وانت وايګل ولسوالۍ له تېر يو نيم کال راهيسې د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.