Language

لښکرګاه ( پژواک، ١٦ زمرى ٩١ ) : د هلمندولايت چارواکي وايي ،چې پوليسو هغه کسان نيولي ، چې طالبانو سره ديو ځاى شويو سيمه ييزو پوليسو ضمانت يې کړى و.

دغه سيمه ييز پوليس پرون ددې ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې له وسلوالو طالبانو سره يو ځا شوي دي.

د هلمند ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې د محمدخان په مشرۍ ١١ سيمه ييزو پوليسو خپلې وسلې هم طالبانو ته ورکړي دي.

سرچينې زياته کړه ،چې نن پوليسو په نوموړې ولسوالى كې هغه كسان نيولي ،چې د يادو سيمه ييزو پوليسوليكوته د شامليدولپاره يې د يادو شويوكسانوضمانت كړى و او دا مهال ترې پوښتنې روانې دي .

په خبرپاڼه کې راغلي ،چې ددغو کسانو تسليمېدل به ددې ولايت د امنيتي ځواكونو پردندو اومورال  هيڅ منفي اغېزه ونه كړي.

سرچينې زياته کړې : (( ،زموږ امنيتي ځواكونه دا مهال له پوره ځواك اومورال څخه برخمن دي ، د دښمن هرډول دسيسې اوبريد ته غاښ ماتوونكى ځواب وركولى شي .))

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.