Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د ولايتي شورا يو غړى په ترافيکي پېښه کې مړ شو

کلات (پژواک ١٦ زمرى ٩١): د زابل ولايت د ولايتي شورا يو غړی نن سهار شاوخوا اوه بجې له خپل وراره سره يو ځای په يوه ترافيکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دغه ولايت د والي مرستيال محمدجان رسوليار د زمري په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه د دغه ولايت په شهرصفا ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا وکيل اسدالله ناصر په کرولا موټر کې له کلات څخه کندهار په لاره و، چې د شهرصفا ولسوالۍ د پولادګي په سيمه کې له يو بل سراچه موټر سره مخامخ جنګېدلی دی.

د ده په خبره، چې په پېښه کې د ولايتي شورا وکيل او وراره يې مړه شوي او دوه نور ملګري يې ټپيان دي او په بل موټر کې هم څلور تنه ټپيان ، چې دا مهال روغتون ته وړل شوي دي.

رسوليار د پېښي له ځايه پژواک اژانس ته وويل، چې د زابل لوړ پوړي چارواکي د پولادګي سيمې ته رسېدلي دي ترڅو د اسدالله ناصر د جنازي مراسم ترسره کړي او وروسته به نوموړی خاورو ته وسپارل شي.

د زابل ولايتي شورا نهه غړي لري، چې درې يې ښځي دي او اسدالله ناصر تېر کال د ولايتي شورا د مرستيال په توګه هم دنده ترسره کوله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.