لښكرګاه ( پژواك، ۱۶ زمرى ۹۱ ) : دولتي چارواكي وايي ،چې د هلمند په موسى كلا ولسوالۍ كې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد كې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د موسى كلا ولسوال نعمت الله د زمري په ۱۶ مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د ولسوالۍ شمال لور ته دكاڼي مانده په سيمه كې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ملي اردو سرتېري د ولسوالۍ له مرکز څخه د خپلو پوستو پر لور روان و، چې په لاره کې د وسلوالو تر بريد لاندې راغلل.
نوموړي وويل، چې طالبان تر بريد وروسته له سيمې څخه تښتېدلي،خو امنيتي ځواكونه يې په سيمه كې د پيداكولو په موخه لاس په كار شوي دي.
بلخوا د ملي امنيت اوپوليسو په ګډو عملياتوكې په لښكرګاه كې هغه درې تنه نيول شوي ،چې تېره شپه يې پرپوليسو د ماين په چاودنه كې لاس درلود.
ددې ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ وايي ،چې تېره شپه ملي امنيت او پوليسو دلښكرګاه ښار په هاشمي مدرسه كې د مولوي هاشم دجومات ملا امام او دوه تنه نور له دوه ميله وسلو او يوې اندازې چاودېدوكو توكو سره نيولي دي .
فرهنګ وايي ،چې د ملا امام د خوب په خونه كې د عملياتو پرمهال دښځو دسينګار وسايل هم امنيتي ځواكونو تر لاسه كړي دي.
نوموړي وويل ،چې نيول شوي كسان د ملاحاجي محمد دګروپ غړي دي او له ډيره وخته راهيسې يې په لښكرګاه كې د ماينونو په چاودنو او نورو ورانکارو کړنو کې لاس درلود .