ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احدي: د اپټيکا د غونډې ځنډېدل سياسي اړخ لري

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩١): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير وايي، د افغانستان او پاکستان  د سياسي اړيکو خرابولى اقتصادي اړيکې زيانمنوي او له همدې امله د “اپټيکا” غونډه هم ځنډېدلې ده.

د افغانستان او پاکستان له استازو جوړه د “اپټيکا” کمېټه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو د تړون (اپټا) د پلي کېدو په لاره کې د شته ستونزو د لرې کولو په موخه جوړه شوې ده.

د اپتا تړون په ١٣٨٩ کال کې لاسليک شو، خو د پاکستان له خوا د ترانزيټي توکو او موټرو تضمين او ځينو نورو شرايطو د وړاندې کېدو له امله تراوسه نه دى پلى شوى.

د اپټا تړون له مخې بايد د افغان سوداګرو موټر د کراچۍ او واګه بندرونو ته تګ راتګ وکړي، خو لا هم په داسې حال کې دا کار نه کېږي، چې د پاکستان موټر د افغانستان ټولو بندرونو ته تګ راتګ کولاى شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، نن له دې امله مشرانو جرګې ته وربلل شوى و، چې د اپټا  د نه پلي کېدو د عواملو په اړه معلومات ورکړي.

د مشرانو جرګې د اقتصاد کمېسيون مشر عبدالوهاب عرفاني وويل، چې افغان سوداګر لا هم په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

عرفاني، په ناقانونه توګه له مالونو ديمرج (جريمه) اخيستل او په لويو لارو کې د افغان سوداګرو د وچو او تازه مېوو د موټرو درول هم هغه ستونزې يادې کړې، چې د ده په خبره، افغان سوداګر يې له مالي پلوه ډېر زيانمن کړي دي.

ده وويل چې له پاکستان سره بايد ورته عمل وشي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزير وويل، چې ورته عمل کول په ډېر لوړ توپير سره د افغانستان په تاوان دى.

ده زياته کړه، چې د کراچۍ بندر د افغانستان لپاره له ډېرو مهمو بندرونو څخه دى او د پاکستان لاره د افغانستان د ختيځو او مرکزي ولايتونو لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه لاره ده.

د ه وويل، چې په ترانزيټي برخه کې له پاکستان سره له ځينو ستونزو سره، سره ترانزيټي چارې تر ډېره بريده په ښه توګه پرمخ ځي.

احدي وويل، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو له مالونو ځکه جريمه اخيستل کېږي، چې په کراچۍ بندر کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېږي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو خونې د پاليسۍ مشر توفيق داوري، چې هغه هم د مشرانو جرګې په غونډه کې شتون درلود، وويل چې د پاکستان چارواکي د جريمې د اخيستو په موخه په قصدي ډول په کراچۍ  کې د افغان سوداګرو مالونه له يوې اونۍ ډېر تم کوي.

داوري وويل، ځينې وخت خو جريمه د مالونو له بيې لوړېږي او سوداګر اړ کېږي چې له خپلو مالونو تېر شي.

ده د وزير خبرو ته په اشارې سره وويل، چې مصلحتونه د ستونزو د حل لار نه ده او بايد له پاکستان سره ترانزيټي ستونزو ته د حل دايمي لاره ولټول شي.

احدي، که څه هم د افغان سوداګرو ستونزې ومنلې، خو ويې ويل چې د حل په موخه يې له پاکستان سره د اپټيکا ناستې پر جوړولو نه دى بريالى شوى.

ده وويل، چې د دې ناستې نه جوړېدل سياسي اړخ لري او له همدې امله خو پاکستان د اپټيکا ناستې ته نه چمتو کېږي.

خو سرچينې زياته کړه، يوه پاکستاني چارواکي ژمنه کړې، چې دغه ناسته به تر کوچني اختر وروسته جوړه شي.

پر پاکستان تورونه دي چې د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو ملاتړ کوي، خو پاکستان تل دغه څرګندونې په داسې حال کې ناسمې بللې، چې تېر کال د القاعدې سازمان مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې يوې پوځې مرکز ته څېرمه د امريکايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو.

 دغه راز له تېر يو کال راهيسې پاکستان پر افغانستان راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ترينګلې شوې دي.

په يادو راکټي بريدونو کې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.