مزارشريف (پژواك، ١٩زمرى ۹۱):د شمال زون د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، چې د هېواد شمالي سرحدونه د پاكستان لخوا د روزل شويو ورانكارو ډلو لخوا ناامنه كېږي.
په مزارشريف كې د شمال زون د سرحدي پوليس عمومي قوماندان جنرال عبدالخليل سيدخېلي د زمري په ۱۹مه، په مارمل كېمپ كې له روزنيز وركشاپ څخه د خپلو ۵۰ سرحدي پوليسو د فراغت د ورځې په وياړ جوړې شوې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې د هېواد شمالي سرحدونه هم د پاكستان لخوا له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته كړه، چې په سرحدي پولو كې داسې وسلوالې ډلې د ناامنۍ په موخه ځاى پر ځاى شوې دي، چې د پاكستان لخوا روزل كېږي او استول كېږي.
د هغه په وينا، سربېره پر دې ، چې دوى په شمال كې د سرحدي پوليسو له خورا كمښت سره مخ دي؛ خو ۹۹سلنه پوليسو د مسلكي كېدو له امله يې ځواك په ښه كېدو دى.
جنرال سيدخېلي د وروستيو سرحدي پوليسو د فراغت په اړه وويل، چې ۵۰ سرحدي پوليس د مارمل كېمپ د پوليسو په روزنيز مركز كې وروزل شول.
نوموړي زياته كړه، چې يادو پوليسو له تېرو دوه مياشتو راهيسې د امريكايي او فرانسوي استادانو له لوري په مسلكي توګه د سرحدونو د كنټرول، د سپورټ، ګزمې او د پوليسو په اړه عمومي زده كړې تر لاسه كړې.
فارغ شوي سرحدي پوليس محمداجان پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو دوه مياشتو كې د خپلې دندې او په عمومي توګه يې د سرحدي پوليسو په اړه ډېر څه زده كړل.
نوموړي زياته كړه، چې خوښ دى د هېواد د سرحدونو په ساتنه ګومارل شوى او هڅه كوي، چې تر اخري بريده خپله دنده په رښتينولۍ تر سره كړي.
د شمال زون د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال سيدخېلي وويل، چې د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې ۵زره سرحدي پوليس روزل شوي دي.