Language

د پنجشير د دويمې حصې ولسوالۍ خلک د وسلوالو له نفوذ څخه اندېښمن دي

 پاراخ(پژواک،٢٠زمرى٩١): د پنجشير پر دويمې حصې ولسوالۍ باندې د تېرشپې راکټي بريدونو ددغې سيمې خلک اندېښمن کړي دي.

 ديادې ولسوالۍ پرمرکز تېره شپه راکټي بريد ترسره شو، چې مسووليت يې د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر غاړه اخيستى دى.

 د پنجشير دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نجيم خان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ولسوالۍ له شمال لوري د غره له څوکو څخه د ولسوالۍ پر ودانۍ د راکټ درې مرمۍ راتوغول شوي، چې کومه مرګ ژوبله نلري.

 نوموړي د وسلوالو طالبانو د نفوذ په اړه وويل : (( دغه راکټي بريد له دولت څخه د ناخوښو کسانو لخوا شوى.))

 خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي ،چې دغه بريد طالبانو ترسره کړى او په پايله کې يې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

 دغه بريد ، د سيمې اوسېدونکي له اندېښنې سره مخ کړي دي.

 د يادې ولسوالۍ د کرامان د سيمې يوتن اوسېدونکى عبدالظاهر وايې ،چې دغه بريد ددې څرګندونه کوې ،چې وسلوالوطالبانو دې ولايت ته هم لاره پيدا کړې ده.

 دهغه په خبره، پنجشير په هيواد کې له امنو ولايتونو څخه دى ، ددولت د مخالفو وسلوالو له نفوذ سره به دغه ولايت هم ناامنه شي.

دغه راز د کرامان يوبل اوسېدونکى صوفي خان هم عبدالظاهر ته ورته نظرلرى.

 دصوفي خان په خبره، دتېرې شپې بريد خلک له دې امله انديښمن کړي ، چې ولې او څنګه طالبانو دې ولايت ته لاره پيدا کړه.

 دغو داوړ کسانو له امنيتي مسوولينوڅخه غوښتنه وکړه، چې د امنيت په ساتلو او په دې ولايت کې د وسلوالو مخالفينو د نفوذ د مخنيوي په برخه کې دې جدي هڅې وکړي.

 څه موده مخکې هم په دغه ولايت کې د ګوتو په شمېر وسلوال بريدونه شوي و، دغه ولايت په هېواد کې له امنو ولايتونوڅخه شمېرل کيږي .

 يوه مياشت مخکې هم د پريان ولسوالۍ پر مرکز بريد شوى و، خو د امنيتي مسوولينو په وينا، کوم تلفات يې نه درلودل.

 دغه راز تېر کال په دغه ولايت کې د امريکايي ځواکونو پر يوه عسکري مرکز ځانمرګى بريد شوى و، چې لسګونو افغان او بهرنيو ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.