ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکابل په عيدګاه جومات کې دقران کريم نندارتون پرانيستل شو

author avatar
11 Aug 2012 - 15:43
author avatar
11 Aug 2012 - 15:43

کابل (پژواک،٢١ زمرى٩١): دکابل په عيدګاه جومات کې دقران کريم نندارتون پرانيستل شو او زرګونه ټوکه د قران کريم تزيين شوې نسخې او نور اسلامي کتابونه پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د قران کريم دغه نندارتون د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت د افغانستان د حج ارشاد او اوقافو وزارت او په کابل کې د ايران  سفارت په ګډو هڅو جوړ شوى دى.

د حج ،ارشاد او اوقافو وزير محمد يوسف نيازي او په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند د نندارتون د پرانيستلو پرمهال د دا ډول  نندارتونو جوړېدل د اسلامي معارف د خپراوي لپاره مهم  وبلل .

نندارتون دوه برخې لرلې، چې ١٥ غرفې پکې دافغاني کتاب پلورونکيو او ناشرانو لپاره ځانګړې وې ،چې تر ډېره پکې د قران کريم د تفسير او ترجمې ښکلې نسخې او زرګونه ټوکه ديني او علمي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي . 

د جومات په بل لور کې د ايراني کتاب پلورونکيو او ناشرانو ١٣ غرفې دي، چې تر ډېره پکې اسلامي هنري اثار، د قران کريم تزيين شوې نسخې، هنري تابلوګانې، چې د قران کريم ايتونه پکې په ښکلي خط ليکل شوي ، نور راز راز ديني ، علمي کتابونه او د قران کريم د تلاوت او ترجمې سي ډي ګانې، نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه راز ځينو ايراني هنرمندانو په تېږو او لرګيو حک شوي هنري اثار، چې د قران کريم ايتونه هم پکې شامل وو،  نندارې ته ايښي وو.

د حج ،ارشاد او اوقافو وزارت د نشرانو مشر حبيب الرحمن صالحي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه پنځه ورځني نندارتون کې د قران کريم او اسلامي معارف ټول مينه وال کولى شي ګډون وکړي.

په کابل کې دايران سفير ابوالفضل ظهره وند خبريالانو ته وويل ،چې ددا ډول نندارتونونو له لارې،د داړو هېوادونو د هنرمندانو ترمنځ ليدنې کولى شي قراني ويناوې او مفاهيم په ټولنه کې خپاره کړي ، ځکه چې د فرهنګي پرمختګ په برخه کې مرسته کولى شي.

هغه زياته کړه ، چې د همدې نندارتون په څنډه کې به د دواړو هېوادونو د قران کريم د حافظانو لخوا د قران کريم تلاوت سيالۍ هم ترسره شي.

د ايران سفارت فرهنګي سلاکار،ناصر جهانشاهي وويل ،چې افغانستان او ايران د اسلامي هېوادونو په توګه ، چې فرهنګي او تاريخي اړيکې لري،دا ډول نندارتونونه کولى شي خپلې اړيکې لا ټينګې کړي.

جهانشاهي زياته کړه:(( د روژې مياشتې د قران کريم د نندارتونو د جوړولو له لارې مو غوښتل ، چې پر دې ټينګار وکړو، چې قران کريم، په اسلامي ټولنه کې د پرمختګ او پراختيا محور دى، په ځانګړې توګه ددې دواړو ملتونو ترمنځ ،چې فرهنګي مشترکات لري.))

د نندارتون يوتن ګډونوال قاري عبدالبصير له پژواک اژانس سره په خبرو کې د قران کريم د نندارتون جوړېدل د اسلامي معارف د خپراوي په برخه کې يو مهم ګام ياد کړ، خو ويې ويل چې که د ايران هېواد رښتينې اسلامي ورورولي غواړي ،نو د خپل هېواد سني مذهب پيروان دې هم دا ډول نندارتونونو ته راوبولي.

د هغه په وينا، د ايران لخوا نندارې ته وړاندې شوي کتابونه په شيعه مذهب پورې تړاو لري.

ده وويل،دا چې د افغانستان ډېرى وګړي د سني مذهب پيروان دي، د شيعه مذهب کتابونه د عامو خلکو ترمنځ د حساسيتونو او بدبينيو د راولاړېدو لامل کېداى شي.

ده زياته کړه:(( ما چې اسلامي کتابونه لوستي دي، پوهېږم چې دغه کتابونه څومره له اهل سنت (سني مذهب) سره برابر او يا برابر نه دي، خو عام خلک چې دومره پوهه نه لري، دا توپير نشي کولى، که خلک دا ډول کتابونه واخلي او پوه شي، چې ددوى له مذهب سره ورته والى نه لري، نو بدبيني پيدا کوي، خلک بيا دغه ډول نندارتونونو ته نه راځي.))

خو د ايران د سفارت فرهنګي سلاکار،ناصر جهانشاهي پژواک ته وويل چې دې نندارتون ته هېڅ کتاب له ايران څخه نه دى راوړل شوى، چې د مذهب خبره را برسېره کړي، ټول کتابونه او سافت ويرونه د افغاني ناشرانو لخوا وړاندې شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ددې  نندارتون د ايران د برخې له ١٣ مرکزونو يې يواځې په يوه کې د قران کريم ښکلې نسخې،ديني کتابونه او سي ډي ګانې دي او پاتې ١٢ مرکزونو کې اسلامي هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د نندارتون يوه بل ګډونوال سميع الله پژواک ته وويل ،چې په دې نندارتون کې تر ډېره تخصصي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

دى وايي ،چې عام خلک له تخصصي ديني کتابونو د سواد د کچې د ټيټوالي له امله ګټه نشي پورته کولى، نو د حج او اوقافو وزارت ته په کار ده ،چې يادې ستونزې ته پام وکړي، ترڅو له دا ډول نندارتونو ډېره ګټه پورته شي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.