Language

لښكرګاه  (پژواك ۲۱ زمرى ۹۱ ) : د هلمند امنيه قوماندان وايي ،چې وسلوال طالبان هڅه کوي   د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د باور فضا او شته همغږي له منځه يوسي.

امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام دغه څرګندونې نن د( زمري په ٢١مه) په لښکرګاه کې ديوې خبري غونډې پر مهال وروسته له هغه وکړې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي ځواکونو په يونيفورم کې په دوو پېښو کې ٦ بهرني سرتېري ووژل شول.

دا پېښې وړمه ورځ په سنګين او تېره ورځ په ګرمسېر ولسواليو کې رامنځته شوې دي.

سمونوال الهام وويل ،چې د ګرمسېر ولسوالۍ په پرونۍ پېښه کې د سيمه ييزو پوليسو په يونيفورم کې يوتن درې بهرني سرتېري وژلي دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو په موخه يې سيمې ته يو پلاوى لېږلى دى .

د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې اوس مهال د دولت وسلوال مخالفين  له يوه بل تكتيك نه كار اخلي ،چې د بهرنيو او افغان ځواكونو تر منځ  بې باوري رامنځته او شته همغږي له منځه يوسي.

الهام وويل ،چې وسلوال طالبان  په دې وروستيو كې د افغان سرتېرو  له يونيفورم څخه  ګټه اخلي او پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي.

قوماندان زياتوي ،چې دوى د يادو بريدونو د مخنيوي لپاره به له هر ډول لازمو اقداماتو څخه کار  واخلي.

له دې مخکې د ګرمسېر ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و ، چې يوه سيمه ييز پوليس پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړي، يو يې وژلى او درې نور يې ټپيان کړي دي.

خو په کابل کې د ايساف مطبوعاتي  دفتر وايي ،چې په دې بريد کې يې درې سرتېري وژل شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي ،چې بريد کوونکى ددوى ارتباطي تن و او ٧ بهرنيان يې وژلي او درې يې ټپيان کړي دي.

دا په تېره يوه اونۍ کې پنځم بريد و، چې پر امريکايي سرتېرو ترسره شو، له دې مخکې تېره اونۍ په لغمان او پکتيا ولايتونو کې هم د ملي اردو سرتېرو پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې وې.

د يادونې ده ،چې يواځې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په تېرو شاوخوا اتو مياشتو کې د افغان ملي ځواکونو لخوا پر ناټو ځواکونو ٢٥ بريدونه شوي، چې له امله يې شاوخوا ٣٠ سرتېري وژل شوي دي.

د ايسو سي ايټيډ اژانس د معلوماتو له مخې، تېر کال په ١١ دا ډول بريدونو کې ٢٠ بهرني سرتېري وژل شوي و، خو له  ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٠ پورې يواځې څلور  بريدونه شوي وو.

Related Topics