Language

يوه سيمه ييز پوليس درې نور امريکايي سرتېري ووژل

لښکرګاه (پژواک ٢١ زمرى ٩١): د سيمه ييزو پوليسو يوه سرتېري پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي او څلورو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پېښه تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د ګرمسېر ولسوالۍ يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه سيمه ييز پوليس پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي، يو يې وژلى او درې نور يې ژوبل کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې بريد کوونکى پوليس د امريکايي سرتېرو له خوا نيول شوى دى.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي هم ياده پېښه تاييد کړه، خو په اړه يې نور معلومات نه درلودل.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې په ياده پېښه کې د ايساف درې سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې بريد کوونکى نيول شوى او د پېښې په اړه يې له افغان ځواکونو سره په ګډه څېړنې پيل شوې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې ياد پوليس د دوى ارتباطي و او په دغه بريد کې د دوو سلاکارانو په ګډون اوه امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې له دې يوه ورځ مخکې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې هم د پوليسو د يوه افسر له خوا درې امريکايي سرتېري وژل شوي وو.

دا په تېره يوه اونۍ کې پنځم بريد و، چې پر امريکايي سرتېرو ترسره شو، له دې مخکې تېره اونۍ په لغمان او پکتيا ولايتونو کې هم د ملي اردو سرتېرو پر امريکايي سرتېرو ډزې کړې وې.

د يادونې ده، چې يواځې د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په تېرو شاوخوا اتو مياشتو کې د افغان ملي ځواکونو له خوا پر ناټو ځواکونو ٢٥ بريدونه شوي، چې له امله يې شاوخوا ٣٠ سرتېري وژل شوي دي.

د ايسو سي ايټېډ اژانس د معلوماتو له مخې، تېر کال په ١١ دا ډول بريدونو کې ٢٠ بهرني سرتېري وژل شوي وو، خو له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١٠ پورې يواځې څلور بريدونه شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.