کابل ( پژواک، ٢٢ زمرى ٩١): ولسمشر حامد کرزي په ايران کې د وروستيو زلزلو له امله د مرګ ژوبلې او زيانونو له امله د ډاډګيرنې او غمشريکۍ مراتب وړاندې کړل.
تېره ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د دوو زلزلو له امله څه باندې ٢٥٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او له دوه زرو زيات نور ټپيان شوي دي.
دهغې خبرپاڼې له مخې، چې نن د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ، راغلي ، چې په دې زلزله کې د ايران په شمال لوېديځ کې ١١٠ کلي زيانمن شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر کرزي ددې زلزلې او مرګ ژوبلې له امله خواشينى دى او ځان د ا يران د خلکو په درد او غم کې شريک بولي.
حامد کرزي د قربانيانو کورنيو، دايران مشرانو او د دې هېواد ولسمشر محمود احمدي نژاد ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.