مزارشريف (پژواک ٢٢زمرى ۹۱): په بلخ کې د تېرو دوو کالو په اوږدو کې د دغه ولايت څه باندې دوه زره کورنۍ د ناامنۍ له لاسه بې ځايه شوې دي.
دغه څرګندونې په بلخ کې د کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو رييس عبدالصبور قادري، نن د زمري په ۲۲مه، له څه باندې څلور زرو کډوالو کورنيو سره د مرستې پر مهال وکړې.
نوموړي وويل، چې دغه رياست په تېرو دوو کلونو کې د بلخ ۵زره بې ځايه شوې کورنۍ ثبت کړي، چې څه باندې دوه زره يې د ناامنۍ له لاسه بې ځايه شوې دي.
د هغه په وينا، د ناامنۍ له لاسه ډېری بې ځايه شوې کورنۍ له چمتال او چهاربولک ولسواليو څخه دي، چې حالت يې د اندېښنې وړ دی.
قادري وويل: ((که څه هم له دغو کورنيو سره د تېر کال په اوږدو کې څلور ځله مرسته شوې ده؛ خو بيا هم دا نه بس کېږي.))
نوموړی زياه کړه،چې دغه کورنۍ خوراکي او غير خوراکي مرستو ته اړتيا لري او له مرستندويو ټولنو څخه يې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا، نننۍ مرستې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا ترسره شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ وياند فهيم همدرد، خبريالانو ته وويل چې له هرې کورنۍ سره شپږ کمپلې، يو ترپال، د پخلنځي سيټ، د ګاز بالون، د اوبو دوه بوشکې، شپږ صابونونه او يو اوسپنيز سطل مرسته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې يادې کورنۍ د ژوند له لومړنيو امکاناتو څخه برخمنې نه دي او له خوراکي توکو نيولې د اوسېدو تر ځايه اړ دي.
د هغه په وينا، د دې ترڅنګ د نړيوال غذايي سازمان (WFP) له خوا هم يوه اندازه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې ده.
همدرد وويل، چې په دغو مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۵۰ کېلوګرامه غنم، ۱۸ کېلوګرامه نخود او څه باندې يوولس کېلوګرامه غوړي شامل دي.
د بلخ کډوال له يادو مرستو څخه خوښ دي؛ خو وايي چې دا ډول مرستې ورته بسنه نه کوي.
۵۵ کلنه ګل ارام ،چې يادې مرستې يې ترلاسه کړې دي، وايي چې يو کال وړاندې د ناامنۍ له امله له چمتال څخه راکډه شوې ده.
نوموړې له خپلو څلورو زامنو سره هغه مهال دهدادۍ ولسوالۍ ته راکډه شوه، چې خاوند يې د ناامنۍ له امله ووژل شو.
هغه په خپل کور کې يواځېنۍ ښځه ده ،چې خواړه پيدا کوي.
ګل ارام وويل: ((د ورځې د خپلو ګاونډيو په کورونو کې بړستنې ګنډم او د خپلو بچيانو لپاره يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوم.))
نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ورکړل شوې مرستې ورته بسنه نه کوي.
يو بل کډوال ۶۰ کلن احمداغا پژواک ته وويل، چې نه د اوسېدو ځای لري او نه هم پوره خواړه.
د هغه په وينا، يادې مرستې يې د لږ وخت لپاره ستونزې هواروي؛ خو تر هغه چې کار ورته پيدا نه شي؛ نورو مرستو ته به هم اړ وي.
نوموړی له حکومت څخه د کار د زمينې د برابرولو هيله لري.