Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان مخور: د ولايت ستونزې دې د خبرو اترو له لارې هوارې شي

جلال اباد (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٠): د لغمان ولايت يو شمېر قومي مشرانو د ولايتي ادارې پر ضد لاريونونه وغندل او د خبرو اترو له لارې يې د ستونزو د هوارۍ غوښتنه وکړه.

دغه غوښتنه د دغه ولايت يو شمېر قومي مشرانو، د انکشافي شوراګانو او د سولې د عالي شورا غړيو د زمري په ٢٢مه په مهترلام کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړه.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د تېرې جمعې په ورځ سلګونو کسانو د ولايت د مقام مخې ته لاريون وکړ،د والي او ولايتي ادارې پر ضد يې شعارونه ورکول.

دوى والي او ولايتي اداره پر اداري فساد تورنوله او ويل يې چې د ولايت امنيت ډېر خراب شوى دى.

خو د دغه ولايت يو شمېر قومي مشرانو او مخورو په ننني خبري کنفرانس کې د جمعې د ورځې لاريون وغانده او زياته يې کړه، چې لاريونونه د بيارغونې مخه نيسي.

د لغمان د سولې د عالي شورا مشر حاجي محمدعمر خبري غونډې ته وويل، چې يواځې په لغمان کې نه، بلکې خلک د ټول هېواد له امنيتي وضعې څخه خوښ نه دي.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د دولت او ولايتي ادارې نظامي او سياسي مخالفين دې د جګړو او لاريونونو پر ځاى د خبرو مېز ته کښېنوي او خپلې ستونزې دې هوارې کړي.

هغه پر لاريون کوونکو غږ وکړ، چې خپلې ستونزې او شکايتونه له ولايتي ادارې سره شريک کړي، څو ورته د حل لارې ولټول شي.

د عليشنګ ولسوالۍ د قومي شورا يوه مشر ضابط اشرف د کنفرانس ګډونوالو ته وويل، چې د دولت شاه او عليشنګ ولسواليو خلک له دولت سره ملاتړي دي؛ ځکه يې څه موده وړاندې د وسلوالو پر ضد پاڅون وکړ.

ضابط اشرف وويل، تيار دي د ولايتي ادارې او لاريون کوونکو ترمنځ د روغې خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې که والي د لاريون کوونکو روا غوښتنې پر ځاى نه کړي، دى به هم د لاريون کوونکو ملګرى شي.

د هغه په وينا، لاريونونه د مخالفينو په ګټه دي او نا امني زياتوي.))

د علماوو شورا يوه غړي مولوي خميني ،چې وړمه ورځ لاريون کوونکو ډبولى و، وويل، چې په دغه ولايت کې څلور پنځه کسان د امنيت د خرابولو هڅه کوي، خو د هغوى نومونه يې وا نه خيستل.

هغه زياته کړه، چې له ځينو کسانو سره د غټو غټو پوستونو ژمنې شوي او هغوى اوس غواړي د والي او ولايتي ادارې پر ضد لاريونونه وکړي.

نوموړي وويل، چې دا کار پر نظام د ولس باور ټکنى کوي .

مولوي خميني د ولايتي ادارې کړنو ته په يادونې وويل، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسه په ښه توګه بشپړه شوې،د نشه يي توکو مخه نيول شوې، پرمختيايي چارې ترسره شوې او د سولې پروګرام له لارې څلورسوه وسلوال مخالفين له دولتي ليکو سره يو ځاى شوي دي.

يادو قومي مشرانو وويل ، چې له بدمرغه په مرکز کې يوشمېر مغرض کسان او کړۍ دي، چې د خپلو غوښتنو د تر سره کېدو په موخه هڅه کوي، چې په ولايت کې د محلي قاچاقبرانو،دځمکو د غاصبينو او په اداري فساد ککړو ګوښه شويو مامورنيو سره تماسونه نيسي،لمسوي يې، تطميع کوي يې او بيا يې په ولايتي اداره باندې د فشار د وسيلې په توګه استعمالوي، ترڅوپه محلي چارواکو فشار راوړي ، چې ددوى ناروا غوښتنو ته غاړه کيږدي .

د يادو شوراګانو استازيو پر داسې مهال له ولايتي ادارې ننګه کوله، چې د ښار په جامع جومات کې د والي پر ضد شعارونه ورکول کېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.