ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې د وضعيت په اړه اندېښمنه ده

author avatar
13 Aug 2012 - 18:24
author avatar
13 Aug 2012 - 18:24

کابل( پژواک، ٢٣ زمرى ٩١) : امريکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې د وضعيت په اړه اندېښمنه ده او په دې برخه کې  له پاکستان او افغانستان سره خبرو ته دوام ورکوي .

دا څرګندونې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو نوي سفير جيمز کننگهام نن خبريالانو ته وکړې.

ده وويل، چې جان آلن له پاکستان او افغان چارواکيو سره په کابل او اسلام اباد کې د سرحدي سيمو د وضعيت په اړه خبرې کوي “ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې سوي تفاهم نه وي شوى.”

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې امريکا به د يوه ستراتيژيک ملګري په توګه پر افغانستان د راکټي بريد  پر وړاندې څه وکړي، وويل چې د ستراتيژيک تړون له مخې، که چېري پر افغانستان بريد کېږي ، نو د دواړو هېوادونو چارواکي به سره مشوره کوي او د حل لار به ورته مشخصه کړي.

له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې د افغانستان پر سرحدي سيمو د پاکستان له خاورې راکټي بريدونه کېږي ، چې لسګونه ملکي وګړيو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. افغان چارواکي ددې بريدونو پړه د پاکستان پر پوځ وراچوي.

د امريکا سفير وويل، چې امريکا به خپلې ټولې هڅې وکړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې پرمختګ وکړي.

دده په خبره، د درې واړو لوريو ترمنځ خبرې له پخوا راهيسې جريان لري.

ده وويل ، چې امريکا له افغان او پاکستاني چارواکيو سره په اړيکه کې ده، چې په رښتيا هم په سيمه کې څه روان دي او د کره معلوماتو ترلاسه کولو ته به امريکا انتظار وباسي.

د امريکا د سفير په خبره، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمو کې کومه مساله شتون ولري، نو امريکا به له دواړو لوريو سره خبرې وکړي، چې د حل لار ورته پيدا کړي او حل يې کړي.

کننګهام زياته کړه:(( څه چې ډېر مهم دي او مرسته کولى شي، هغه د افغانستان، پاکستان او زموږ ترمنځ پوځي همغږي ده، دغه هڅې روانې هم دي.))

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.