Language

مزارشريف (پژواك ٢٤ زمرى ۹۱): د بلخ ولايت اداري مجلس وايي، چې د دغه ولايت په مركز كې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د كوڅې نومول د ايران فرهنګي يرغل نه دى.

د دغه مجلس له خوا د زمري په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چاره د جهاد او مقاومت پر مهال له افغانستان سره د ايران د هر اړخېزو مرستو له مخې د افغانانو د درناوي په معنا ده.

د سرچينې په وينا، ايران د يو رسمي وړانديز له لارې، چې په كې د جهاد او مقاومت پر مهال له افغانانو سره د كړو مرستو او د احمدشاه مسعود په نوم په تهران كې د يوې كوڅې د نومولو يادونه شوې، د باالمثل عمل هيله کړې وه، چې دوى ورته لبيك ويلى دى.

تېره اونې د بلخ ولايت په اداري مجلس كې پرېکړه وشوه، هغه كوڅه چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان وژل شوي وو، د همدغو ډيپلوماتو په نوم ونومول شي.

درې ورځې وړاندې د رسنيو له خوا د دغه خبر له خپرېدو وروسته په هېواد كې د يادې چارې پر وړاندې ځيني غبرګونونه وښودل شول.

په مشرانو جرګه کې د بلخ استازي خالقداد بلاغي د زمري په ۲۲مه د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې په مزارشريف کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې نومول د ايران له لوري ښکاره فرهنګي يرغل دى، چې پر افغانستان يې کوي.

هغه زياته کړې وه: “د ايرانيانو په نوم د دې کوڅې په نومولو سره موږ خپله شديده خواشيني څرګندوو.”

د هغه په وينا، په مزار کې وژل شوي ايرانيان ډيپلوماتان نه، بلکې په افغانستان کې د ايران جاسوسان وو، چې د افغانانو ترمنځ يې کورنيو جګړو ته لمن وهله.

ده تور پورې کړ، چې د يادې کوڅې په نومولو کې د ځايي چارواکو او ايران ترمنځ کومه پټه معامله شوې ده.

خو د بلخ ولايت د اداري مجلس په اعلاميه كې وروسته له دې، چې د ايران دولت او مسلمان ولس ته يې په مزارشريف كې د ايراني ډيپلوماتو د وژنې د څوارلسم تلين په پلمه د همدردۍ او تسليت ژور مراتب وړاندې كړي، زياتوي، چې دغه چاره يې له ايران سره د تاريخي، مذهبي، فرهنګي مخينې او د ګاونډيتوب په درناوي ترسره كړې ده.

سرچينه زياتوي، چې په هېواد كې د اندراګاندي روغتون، اتاترك روغتون، انقره جاده، شېخ زاهد پوهنتون، مايك سپين مينار، بوش بازار او سيټي سنټر په څېر نومونې لري، چې په ځينو كې له دولت څخه اجازه هم نه ده اخيستل شوې؛ خو پر وړاندې يې كوم غبرګون نه دى ښودل شوى.

په خبرپاڼه كې راغلي، د تاسف ځاى دى، چې يو شمېر خلك له افغانستان سره د ايران ټولو همكاريو، په هغه هېواد كې لكونو افغانانو ته په ځاى وركولو او په ايران كې د افغانان اتلانو او مشاهيرو په نامه د جادو په نومونې باندې سترګې پټوي او د ايراني وژل شوو ډيپلوماتانو د يادونې او درناوي په خلاف غبرګون ښيي.

د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكي هم په دې نظر دي، چې د يادې چارې پر وړاندې بايد دومره شور نه واى جوړ شوى.

د دغه ښار اوسېدونكي صفت الله پژواك اژانس ته وويل، چې په ايران كې هم داسې كوڅې شته، چې د افغانانو په نوم نومول شوې، نو ولې موږ دلته د هغوى په نوم يوه كوڅه نه شو زغملى.

نوموړي زياته كړه، چې يو شمېر خلك دغې نومونې ته بل رنګ وركول غواړي او هدف يې دا دى، چې سياسي ګټې پورته كړي.

خو يو شمېر كارپوهان وايي، چې په هېواد كې د سيمې په كچه د مشاهيرو او نورو كسانو په اړه نومونې جواز لري؛ خو چې پېژندنه يې سمه وي او له سم ادرس څخه يې اعلان وشي.

په كابل كې، ورځپاڼه ليكونكى او ليكوال اباسين بريال پژواك خبري اژانس ته وويل، په مزارشريف كې وژل شوي ايرانيان په مرموز حالت كې وژل شوي وو، چې تر ډېره پرې دا خبره سمه ده، چې هغوى ډيپلوماتان نه، بلكې د سپاه پاسداران غړي وو.

نوموړى زياتوي: ((كه چېرې دا ومنو، چې دغه خلك ډيپلوماتان وو، نو ولې له دغې نومونې څخه تر دې دمه د اطلاعات او کولتور وزارت خبرتيا نه لري، ولې يې په اړه د ولايت اداري مجلس تصميم نيسي، په داسې حال كې چې ورته چارې په يو ولايت كې په اطلاعات او فرهنګ رياست او ښاروالۍ پورې اړه لري.))

د هغه په وينا، دغه موضوع په لومړي ځل د ايران له ادرسه خپره شوې، چې له همدې ځايه پرې شك په كار دى.

بريال وويل، چې پورته ټول موارد په دې شاهدي وركوي، چې دغه چاره نه يواځې چې فرهنګي يرغل دى، بلكې د فرهنګي يرغل تر سيوري لاندې په كې سياسي معاملې هم شوې دي.

د بلخ د اداري ملجس د اعلاميې په پاى كې راغلي، چې د يو اسلامي هېواد د ډيپلوماتانو او د مقاومت ملاتړ كوونكو، چې د طالبانو له خوا وژل شوي دي، د يادونې او درناوي مخالفت، د تروريستانو پر وحشيانه كړنو باندې د تاييد مهر لګول دي.

Related Topics