Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دانګام جګړه اوه ساعته ورورسته د شپږو پوليسو مرګ ژوبله سره پاى ته ورسيده

جلال اباد ( پژواک ٢٤  زمرى ٩١) : د کونړ ولايت او سرحدي پوليسو چارواکي وايي، چې دپاکستاني پوځ په شا تنبولو او ولسي قيام او اوه ساعته جګړې وروسته د سرحدي پوليسو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د درنو وسلو ډزې دريدلې دي.

جګړه نن د زمري په ٢٤مه، سهار څلور بجې پاکستاني پوځونو د دانګام په بنشۍ سرحدي پوستو پيل کړې وه.

ځايي چارواکيو نن سهار ويلي وو، چې په دې بريدونو کې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د لومړي زون سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول محمد ادريس مومند پژواک خبري اژانس ته وويل؛ چې په نننۍ جګړه کې پاکستانيو ملېشو او پوځيانو خپلې دوه پوستې له لاسه ورکړې وې، خو پر وينا يې افغان سرتيرو ونه غوښتل، چې د پاکستاني ځواکونو پريښې پوستې ونيسي.

هغه زياته کړه ،چې له يوه کاله راهيسې په دغه سيمه کې چې کله وسلوالو مخالفينو پر سرحدي پوستو بريدونه کول ، پاکستاني پوځيانو به ورسره د بريدونو پرمهال توپچي مرسته کوله.

د نوموړي په وينا، د ښه ګاونډيتوب له مخې به دوى د پاکستانيانو توپچي مرسته له رسنيو پټوله، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ترينګلې نه شي.

ادريس مومند وويل؛ چې نن سهار چې د پاکستان د ازادۍ د ورځې سره برابره ده، پاکستاني سرتيرو هوډ درلود، چې د افغان دولت سرحدي پوستې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په بنشۍ سيمه کې لاندې کړي.

نوموړي زياته کړه؛ چې نه يواځې دا چې پاکستاني پوځ د سرحدي پوليسو پوستې ونه نيولې د افغاني زلمو د ميړانې د ويرې يې د غرمې تر يوولسو بجو يې خپلې دوه پوستې هم پريښې وې.

د لوا وياند وويل؛ چې سرحدي پوليسو د نورو امنيتي ځواکونو حمايې ته اړتيا نه ده پيدا کړې او په يوولسو بجو جګړه پاي ته رسيدلې ده.

هغه ددانګام ولسوالۍ د ځوانانو او خلکو د ميړانې ستاينه وکړه  ، چې په نره يې د خپلو وسلوالو ځواکونو مرسته وکړه.

د دانګام ولسوال همېش ګلاب شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې دا تر ټولو تونده جګړه وه، چې تر يوولسو بجو روانه وه.

ولسوال وويل؛سرحدي پوليس يو انچ هم شاته نه دي راغلي، ولې په مقابل کې پاکستاني ځواکونو له ځينو خبري رسنيو داسې تبليغ کړې، چې ګوندې د سرحدي پوليسو درستيزوال په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.

ولسوال زياتوي ،چې نننۍ جګړه هېڅ ولسي مرګ ژوبله نه لري .

نوموړي وويل؛ ټول ولس يې وسلوال پاڅون کړى او سلو زيات زلمي يې د کورنيو وسلو سره د پوليسو د مرستې ډګر ته تللي وو.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب چې نږدې اختر، وروستۍ روژې او په کرښې جګړه خو يې ولسونه نه ويروي؟ وويل، چې د ملي اردو سرتيري له سرحدي پوليسو ملاتړ ته راغلي، د سړو او وسلو کمبود نه لري او جګړې ته ملاتړلي مټې بډوهلي ناست دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک اژانس ته وويل ،چې په دې نښتو کې يو پوليس وژل شوى  او څلور نور ټپيان دي او اوس وضعه ارامه ده.

نوموړي زياته کړه ، چې له تېرې شپې راهيسې پاکستانيو ځواکونو ددانګام ولسوالۍ پر بېلا بېلو سيمو له ٨٠ ډير توغندي ويشتي، د سرزيان نه لري، خو مالي زيانونه اوښتي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.