Language

لښكرګاه (پژواك ۲۴ زمرى۹۱): په هلمند کې د دوو بېلابېلو پېښو له امله د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا مدير ووژل شو او درې پوليس ټپي شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د زمري په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د ګرشك ولسوالۍ په مركز كې د ولسوالۍ د برېښنا مدير د ناپېژانده وسلوالو له خوا ووژل شو.

هغه زياته کړه، چې ياد مدير په جومات كې د ماښام  په لمانځه ولاړ و، چې د دوو موټرسايكل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې او وتښتېدل.

فرهنګ وايي،  له پېښې سره په تړاو ځيني شكمن  كسان نيول شوي او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

د دغه ولايت د برېښنا رييس اهل الله عبيدي پژواک اژانس ته د ګرشک د برېښنا د توزېع د مدير جمعه ګل وژنه تاييد کړه.

د امنيه قوماندانۍ وياند دا هم وويل، چې تېره شپه د لښکرګاه د کارته لګان په سيمه کې د يوې چاودنې له امله درې پوليس ټپي شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.