Language

په بلخ کې له درېيو خونړيو پېښو مخنيوى وشو

مزارشريف (پژواك ٢٤ زمرى ۹۱): د مزار- شبرغان پر لويه لاره د درېيو ماينونو په شنډولو سره د خونړيو پېښه مخه ونيول شوه.

د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق قادري د زمري په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، پوليسو لا مخکې د مزار-جوزجان پر لويه لاره د چاودېدونكو توکو له ځاى پر ځاى كېدو معلومات ترلاسه كړي وو.

نوموړي زياته كړه، چې نن سهار ۹ بجې، مخكې له دې چې دوى سيمې ته ورسېږي، د سړك غاړې په سل مترۍ كې چادونه وشوه، خو هېڅ ډول زيان يې نه درلود.

دغه چاودونه په داسې ځاى كې شوې، چې پر ياده لاره د اختر په ورځو كې د خلكو تګ راتګ زيات وي، كه څه هم چاودنې مرګ ژوبله نه لرله خو د سيمې اوسېدونكي يې وېرولي دي.

عيني شاهد بركت الله پژواك ته وويل، چې په ناڅاپي ډول يې د چاودنې غږ واورېد او يو لوري ته يې ځان ګوښه كړ.

نوموړي زياته كړه: ((زه خو وېرېدلى وم، چې ضرور به څوك مړه او زخمي شوي وي؛ خو د خداى فضل وشو، چې يوازې د څو دوكانونو او كورونو ښيښې يې ماتې كړې، نور يې هېڅ ونه كړل.))

د هغه په وينا، چې امنيتي ځواكونه دې د اختر په شپو او ورځو کې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او د خلکو امنيت دې خوند کړي.

سرپرست امنيه قوماندان قادري وويل، چې په همدغه ځاى كې يې نور چاودېدونکي توکي، چې پر يوه بايسکل ځاى پرځاى شوي وو، هم کشف کړل او وروسته يې بيا له منځه وړي دي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى د اختر د ورځو د ډاډمن امنيت په موخه پلان جوړ كړى، چې له همدې ورځې عملي کېږي.

د هغه په وينا، د دغه پلان په ترڅ كې به د ښار په كمربندونو كې امنيتې پوستې زياتې شي، پوليس زياتېږي او په ښار کې تلاشي سختېږي.

قادري وويل، چې دوى د اختر د ورځو د خوشاليو د نمانځنې په موخه ټولو د بلخ ولايت اوسېدونکو ته ډاډ وركوي، چې د هر ډول نا امني مخه به نيسي.

تېره ورځ هم د دغه ولايت په چمتال ولسوالۍ كې دوه خښ شوي ماينونه د پوليسو له خوا كشف او له منځه يوړل شول.

Related Topics