مزارشريف (پژواك ٢٤ زمرى ۹۱): د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د اورلګېدنې له امله د لرګيو د ارې ماشين په بشپړ ډول وسوځېد.
د مزارشريف ښار د حاجي ايوب او بلخ دروازې تر منځ د حاجي صديق سراى كې نن (د زمري ۲۴مه) ماسپښين مهال اور ولګېد، چې د درې دوكانونو سربېره يې د لرګيو د ارې ماشين هم وسوځاوه.
د ياد سراى يو كاركوونكي محمد عالم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په ناڅاپي توګه ماسپښين مهال د لرګيو د ارې ماشين كې اور ولګېد.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه سراى كې د ارې د ماشين سربېره زيات شمېر لرګي د پلورلو لپاره هم ايښودل شوي وو، چې وسوځېدل.
د هغه په وينا، اوس هم نه ده معلومه، چې اور د څه شي له امله ولګېد؛ خو نږدې يو ميليون افغانۍ زيان يې واړوه.
د دغې سيمې مشر شمس الاحمد پژواك اژانس ته وويل، چې د اطفايې موټرو د ژر رسېدنې له امله اور په همدې سراى كې مهار شو، كنه د ياد سراى شاوخوا ټول كورونه وو.
نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې اور كورونو ته اوښتى واى، نو ښايي د مالي زيان تر څنګ يې مرګ ژوبله هم اړولې واى.
شمس له اطفايې څخه د مننې تر څنګ وويل، چې د سون توکو د سرايونو څښتنان بايد ډېر پام وكړي، ځكه چې په دغه ډول ځايونو كې د اورلګېدنې شونتيا ډېره وي.
امنيتي ارګانونو هم د اورلګېدنې ياده پېښه ومنله؛ خو د اوښتي زيان په اړه يې كره معلومات وړاندې نه كړاى شول.
د بلخ ولايت د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دراني پژواك اژانس ته وويل، چې سربېره پر دې چې اطفايه پر وخت د اورلګېدنې ځاى ته ورسېده، خو د سخت اور له امله يې اور ژر مهار نه كړاى شو.
نوموړي زياته كړه، چې په ياده پېښه كې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې؛ خو د مالي زيان د اوښتو پخلى يې وكړ.
د هغه په وينا، په كره توګه يې د اوښتي زيان په اړه څه نه شي ويلاى، لا هم څېړنو ته اړتيا ده، چې كره اوښتى زيان او د اورلګېدنې لامل په ډاګه كړي.