Language

داوود احمدي: برېښنا وزارت د كجكي برېښنا په جوړونه كې پاتې راغلى

لښكرګاه (پژواك ۲۵ زمرى ۹۱): د هلمند چارواكو د برېښنا وزارت د كجكي بند د درېيم ټوربين د نه جوړېدو هغه پلمه رد كړه، چې ګواكې په دغه ولايت كې امنيت نشته.

د هلمندد والي وياند محمد داوود احمدي د زمري په ٢٥مه په لښکرګاه کې د يوې خبري غونډې پر مهال د برېښنا د وزير محمداسماعيل خان هغه خبرې رد كړې، چې د كجكي د برېښنا د بند په اړه يې مشرانو جرګې ته كړې وې.

اسماعيل خان ادعا کړې وه، چې په هلمند کې د امنيتي ستونزو له امله دوى ونه شو کړاى چې د كجكي د برېښنا لپاره درېيم ټوربين هم ولګوي.

د برېښنا وزير دا هم ويلي وو، چې له دې امله دوى نه شي كولى چې پر دريېم توربين كار وكړي او زياته کړې يې وه، چې درې كاله وړاندې هم د ټوربين په وړلو كې يې سلګونه ملكي كسان د امنيتي ستونزو له امله له لاسه وركړي وو.

احمدي وايي، دغه وزارت بېځايه تور لګوي چې په هلمند كې امنيت نشته؛ ځكه هغوى په خپله نه شي كولى چې د برېښنا ستونزې هوارې کړي او د كجكي بند ورغوي.

داوود احمدي د تورن اسماعيل خان هغه ادعا چې كجكي ولسوالۍ ته د درېيم ټوربين په وړلو كې سلګونه ملكي كسان ووژل شول هم رد كړې او زياته يې كړه، چې هغه مهال دوه پنځوس د دولت وسلوال مخالفين او ۱۲ ملكي وګړي ووژل شول.

احمدي بيا هم د برېښنا وزارت له مسوولينو غوښتنه وكړه، چې د كجكي د برېښنا پروژه دې له پامه نه غورځوي؛ ځكه چې له دې پروژې سره د څو ولايتونو د برېښنا ستونزه هوارېدلى شي.

له بلې خوا د لښكرګاه ښار اوسېدونكي هم د برېښنا په نه جوړېدو كې وزارت پړ بولي او وايي، چې تر ډېره په دغه ولايت كې امنيت ښه شوى؛ ځكه د دولت ملكي مامورين په خپلو موټرو كې يادې ولسوالۍ ته تګ راتګ كوي او كومه امنيتي ستونزه نه ويني.

د لښكرګاه ښار يو اوسېدونكى روح الله وايي، نه پوهېږي چې ولې د كجكي د برېښنا پر بند كلونه تېر شول خو لا تر اوسه يې كار نه دى پيل شوى.

د هغه په وينا، په دې كې به هم يو شمېر چارواكي د خېټې غم اخيستي وي او غواړي چې د ټوربين لپاره ټاكل شوې پيسې په خپلو بانكي حسابونو كې ور زياتې كړي ګنې په دومره پيسو خو به وخته لا ټوربين لګول شوى و.

د يادولو ده، چې د كجكي د برېښنا د درېيم ټوربين لپاره په ۱٣۸۵ كال كې د امريكا د متحده ايالاتو له خوا ۱۸۰ ميليونه امريكايي ډالرو مرسته اعلان شوې وه چې تر دې مهاله يواځې درېيم ټوربين تر كجكي ولسوالۍ پورې رسېدلى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.