Language

مزارشريف (پژواك ٢٥ زمرى ٩١): د بلخ ولايت په ملكي روغتون كې د ۵،۵ ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت څلور پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

 د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاكټر ميرويس ربېع د زمري په ۲۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دغو پروژو سره به د ملكي روغتون د بېلابېلو اړخونو ستونزې حل شي.

 نوموړي زياته كړه، چې په يادو پروژو كې د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) له خوا د ۱۰۰زره امريكايي ډالرو په لګښت د تبركلوز د درمنلې د مركز ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو شوه.

 د هغه په وينا، د يادې ودانۍ له جوړېدو سره به په ملكي روغتون كې د تبركلوز ناروغۍ په درملنه کې خورا چټكتيا راشي.

 ډاكټر ربېع وويل، چې همداراز د يوه خصوصي شركت له خوا د يو نيم ميليون امريكايي ډالرو په لګښت يوه كفټريا (رسټورانټ) جوړ شو.

 نوموړي زياته كړه، چې د ياد رسټورانټ په جوړېدو په ملكي روغتون كې د صحي خوراكي توكو د پيدا كېدو اسانتيا پيدا شوه، چې له دې مخكې نه وه.

 همدا راز د يادو پروژو په لړ كې د سوداګرو د يو نيم ميليون ډالرو په لګښت يو جومات او د ١،٩ ميليون ډالرو په لګښت د ملكي روغتون د اداري څانګې لپاره يوه ودانۍ د ګټې اخيستنې لپاره چمتو شوې.

 د عامې روغتيا رييس وويل، چې له دې مخكې د جومات د نه لرلو له امله به د مريضانو پايوازان د ګرمۍ او يخنۍ پر مهال کړاو کې وو.

 د ياد روغتون اداري كاركوونكي ډاكټر مصلح پژواك ته وويل، چې له تېرو څو كلونو راهيسې د دغه روغتون اداري چارې په خورا ټكنيتوب پر مخ روانې وې.

نوموړي زياته كړه، چې د روغتون اداري چارې په ۷۰ كلنه زړه ودانې كې له ډېرو ستونزو سره پر مخ تلې.

 د هغه په وينا، د يادې ودانې په جوړېدو، چې ۵۰ خونې لري، د بلخ ولايت د ملكي روغتون د اداري څانګې ټولې ستونزې حل شوې.