Language

قانون غوښتونکې موسسه: د سلګونو قضيو د تعقيب له لارې مو ٧٠ سلنه موکلين له توقيفه خوشي کړي

کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): عدالت ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي په برخه کې يوه فعاله موسسه، چې وړيا مدافع وکيلان ګوماري،١٧٠٠ جزايي قضيې يې تعقيب کړې او له توقيف ځايونو د خپلو ٧٠ سلنه موکلينو په خوشي کولو بريالۍ شوې ده.

يادې “قانون غوښتونکې موسسې” په ١٣٨٥ کال کې پر فعاليت پيل کړى دى.

د دې موسسې مرستيال نجيب الله عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د قانون غوښتونکي موسسه اوسمهال ٣٠ مدافع وکيلان لري او د “توانمندي” په نوم موسسې په مالي مرسته د افغانستان په ١٧ ولايتونو کې فعاليت لري.

 د ده په وينا، ښځو او ماشومانو ته د حقوقي خدمتونو برابرول د دې موسسې له لومړيتوبونو څخه دي.

عزيزي وويل، چې ياده موسسه د عدلي او قضايي ارګانونو، مدافع وکيلانو د ټولنې، او توقيف ځايونو ته د ورتګ له لارې د جزايي قضيو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

خو ده زياته کړه، چې په ورته قضيو کې خلک په خپله هم کولى شي له دې موسسې سره د وړيا حقوقي خدمتونو د لاسته راوړلو لپاره اړيکه ونيسي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ياده موسسه تر اوسه د ١٧٠٠ قضيو د تعقيب له لارې توانېدلې چې خپل ٧٠ سلنه موکلين له توقيف ځايونو خوشي کړي.

دى وايي، چې د پاتې ٣٠ سلنه موکلينو ٢٠ سلنه قضيې په محاکمو کې تر کار لاندې دي، خو د پاتې لس سلنه قضيو په اړه د محکمو پرېکړې وروستۍ شوې دي.

د هغه په وينا، دغه موسسه په جزايي قضيو کې ښځو او ماشومانو ته د مدافع وکيلانو د ټاکلو ترڅنګ، د قاضيانو، څارنوالانو او همداراز د حقوقو او شرعياتو د پوهنځيو محصلينو ته روزنيز ورکشاپونه هم دايروي.

د ده د معلوماتو له مخې، يادې موسسې د ورکشاپونو د جوړولو له لارې تر دې مهاله څه د پاسه ١٣٠٠ قاضيانو، څارنوالانو، مدافع وکيلانو او د حقوقو او شرعياتو د برخې محصلينو ته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي دي.

ده همداراز وويل، چې دغه موسسه په لرې پرتو سيمو کې خلکو ته د عامه پوهاوي په موخه ١٧١سيار حقوقي مرکزونه هم لري او د دې سيمو ښځې له خپلو حقونو خبروي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو مرکزونو له لارې شاوخوا ٥٠٠٠ تنو ته حقوقي معلومات ورکړل شوي دي.

عزيزي وويل، چې د عامه پوهاوي لپاره د عدالت غوښتونکې موسسه، تر دې مهاله ٢٢ پوسټرونه او همداراز ١٠ بروشورونه چاپ کړي، چې د بېلابېلو حقوقي موضوعاتو او قوانينو په اړه په کې خلکو ته معلومات ورکړل شوي دي.

ده وويل، چې په دغه کار سره د ښځو او ماشومانو په ګډون عام خلک له خپلو حقونو او همداراز عدلي او قضايي ارګانونو کې د قانوني پړاوونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

د قانون غوښتونکې موسسې تمويلوونکې موسسه “توانمندي” د افغانستان د مدني ټولنې د پياوړتيا او د افغانستان له دولت سره د هغوى د اړيکو د پياوړي کولو په برخه کې کار کوي.

د مدني ټولنو له موسسو ملاتړ او دفاع او د مدني ټولنو د سازمانونو د وړتياوو لوړولو لپاره اسانتياوې رامنځته کول د دې ادارې له مهمو کارونو شمېرل کېږي.