جلال اباد (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت ادارې له چاودېدونکو توکو ډک د الټو (سوزوکي) موټر په نيولو سره د يوې سترې چاودنې او ناورين مخه ونيوله.
د دغه ولايت د والي وياند احمدضيا عبدالزي د زمري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت کارکوونکو تېر مازيګر د جلال اباد ښار بي بي حوا لېسې ته څېرمه يو سور رنګه الټو موټر ، چې د دغه ښار د غنمو په منډيي کې د چاودنې لپاره عياره شوى و، نيولى دى.
هغه زياته کړه، چې د امنيت موظفينو دغه موټر په داسې حال کې ونيو، چې په کې لسګونه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي په وينا، دغه موټر ته وروسته پوليسو د ايساف په مرسته چاودنه ورکړه.
عبدالزي وويل، ورانکارو غوښتل چې د بي بي حوا لېسې او غنمو منډيي تر منځ د ګڼې ګوڼې په سيمه کې د موټر بم چاودنه ترسره کړي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او شنډ شو .
هغه وايي، چې ملي امنيت په دې اړه څېړنې پيل کړي، خو په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي.
د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت لوى رياست خبر ورکړى، چې د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره يې له پاکستانه را اوښتې د ګنيو يوه لارۍ له نږدې ٢١ ټنه امونيم نايټريټ څخه ډکه نيولې، چې په تړاو يې ورسره دوه تنه هم نيولي او پوښتنې ترې روانې دي.
بل پلو د ننګرهار دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشريقوال پژواک ته وويل، چې د پوليسو بېلابېلو ارګانونو په مرکز او ولسواليو کې شل بېلابېل مجرمين نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP