جلال اباد ( پژواک، ٢٥ زمرى ٩١) : د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې د مالي او حسابدارۍ انسټيټيوټ نوې ودانۍ يې تر جوړيدو وروسته د زمري په ٢٥ مه ګټې اخيستنې ته وسپارله.
دننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک ته وويل،چې نوې ودانۍ په شل جريبه دولتي ځمکه کې په درېيو پوړونو کې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه ،چې په دې ودانۍکې ٢٤ درسي ، شپږ اداري، يوه د کمپيوټر او يوه د ساتونکو خونې په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.
د نوموړي پر وينا؛ پر دې ودانۍ ٢٥ نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى او په يوه کال کې يې چارې بشپړې شوې دي.
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال انجنير سميع الله نصرت پژواک ته وويل، چې د مالي او حسابدارۍ په انسټيټيوټ کې اوس مهال ٤٥٠ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي .
د هغه په وينا، ټاکل شوې د نوي ښوونيز کال اته سوه نور زده کوونکي هم جذب کړي، چې پر وينايې پخوانۍ ودانۍ يې د نويو محصلينو د جذبولو وړتيا نه درلوده.
د پوهنې رييس پوهندوي الله داد اسماعيلزي پژواک ته وويل؛ چې ددغه انسټيټوټ د زده کوونکو لپاره د ليليې او پخلنځي پر ودانيو هم کار روان دى، چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
اسماعيلزي د نوې ودانۍ جوړيدل د پوهنيز بهير او نيمه زده کړو په برخه کې يو پرمختګ وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP