کابل ( پژواک ۲۷ زمری ۹۱ ) : دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت ونه لیدل شوه او اختر به د یکشنبې په ورځ وي.
دافغانستان دسترې محکمې ددارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم په ملي تلویزیون کې اعلان وکړ، چې په هیواد کې د شوال میاشت ونه لیدل شوه او د سعودي عربستان سترې محکمې هم د شوال د نه لیدو اعلان کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې اساس اختر به دیکشنبې په ورځ وي.
دغه راز په متحده عربي اماراتو، قطر او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې هم یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP