لښكرګاه ( پژواك ٢٧ زمرى ۹۱ ) : حکومتي مسوولين وايي، چې د هلمند سينداوبو د تېر يوه كال په اوږدوكې په بيلابيلو سيموكې ٣١ لامبو وهونكي ډوب او مړه کړي دي .
چارواكي وايي ،چې دهلمند په سيندكې له يوې خوا لامبو وهونكي له بې احتيا طۍ څخه كار اخلي له بله پلوه ياد سيند هم مستې څپې، لوړې او ژورې لري، چې له امله يې هر كال د يو شمېر كسانو ژوند اخلي .
د هلمند سيند د هېواد يو له لويو او خورا مشهور سيندونو څخه دى ،چې د۱۴ كيلومتره په اوږدوكې د هيواد په ننه كې د هزاره جات له غورونو څخه سرچينه اخلي ،له هلمند څخه تېرېږي او بيا تر ګاونډي هېواد ايران پورې يې مستو څپو زرګونه جريبه ځمكې خړوبې كړي او سيمې ته يې ځانګړې ښكلاوركړې ده.
د هلمند ولايت اړونده سيمو کې د ياد سيند دواړو خواوو ته خورا ډير كلي اباد دي ، چې د هوا په ګرمېدوسره سلګونه ځوانان، د پاخه عمر كسان او ماشومان ،چې پکې لامبو وهي،نو بيا يو شمېر يې ډوبيږي او مري .
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير شېرعلي فرهاد وايي، چې د تېر يوه كال په اوږدو کې ۳۱ هغه كسان ،چې ياخو له لامبو سره يي بلدتيا نه درلوده او ياهم په هغو ځايونو كې يې لامبووهله، چې خطرناک و ، غرق او مړه شوي دي.
هغه زياته کړه ،چې په وژل شويو كسانوكې د هېواد دنورو سيمو اوسيدوونكي ،پوليس ، دولتي مامورين او د موسساتو کارکوونکي هم شامل دي، چې د ياد سيند د اوبو له زور او لامبو سره به يې هېڅ ډول بلدتيا نه درلوده.
ددغو سيمو اوسېدونکي لامبو ته له ورغليو كسانو څخه غوښتنه كوي، چې له ډير احتياط څخه كارواخلي .
دوى وايي ، چې يو شمېر ځوانان او ماشومان خپل ژوند ته پاملرنه ، نه كوي له تېر څخه تجربه نه اخلي او په هر ځاى كې يې چې زړه وغواړي سيند ته ځان ورغورځوي چې بيا يې د اکار په مرګ تماميږي.
د حاجي حضرت ګل په نامه يو تن پژواك اژانس ته وويل، چې دغه سيند پخوا هېڅکله تر دې زيات كسان نه دي ډوب کړي .
د هغه په وينا، ډېرى هغه کسان غرق کېږي، چې له سيند سره نا بلده او يا هم سمه لامبو يې نه وي زده.
د مزمل په نوم يوه بل تن پژواک اژانس ته وويل ،چې څو ورځې وړاندې هم د عامه نظم يو پوليس ،چې لامبو يې نه وه زده، دلښكرګاه له پله سره اوبو ډوب كړ.
دده په خبره ، تېر كال د پوهتنون يو استاد او داسې زيات لويان اوكوچنيان ددې سيند اوبو ډوب کړي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP