کابل ( پژواک، ٢٧ زمرى ٩١ ) :د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمد عمر خپلو وسلوالو ته سپارښتنه کړې،چې د جګړو پر مهال دې د عامو خلکو سر او مال ته زيان نه رسوي او له افغان ځواکونوڅخه يې غوښتي ،چې د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شي.
د وسلوالو طالبانو مشر دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل هغه اته مخيز پيغام کې کړي ،چې په پنځو ژبو رسنيو ته لېږل شوى دى.
هغه په دې پيغام کې د خپلې روانې مبارزې يادونه کړې او ادعا يې کړې ،چې تر هر وخت پخوا يې مبارزه په ښه توګه روانه ده او ډېرې لاسته راوړنې لري.
نوموړي ويلي، چې د الفاروق په نامه د سږ کال په پسرلي کې پيل شي عمليات په برياليتوب روان دي او خپلو مخالفينو ته يې درانه زيانونه اړولي دي.
ملا محمد عمر ادعا کړې ،چې طالبانو د حکومت په ليکو کې ډېر نفوذ کړى او دولتي ځواکونه اړ شوي ،چې له طالبانو سره يو ځاى شي .
هغه زياته کړې،چې سږ کال د بهرنيو ځواکونو په پوځي اډو او مرکزونو کې دافغان سرتېرو لخوا، چې له طالبانو سره يې اړيکې درلودې، پر بهرنيانو ډېر بريدونه شوي او بهرنيو سرتېرو ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خپاره شويو راپورونو له مخې،د روان زېږديز کال په اوږدو کې دافغان ملي ځواکونو په يونيفورم کې د وسلوالو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ٢٧ بريدونه شوي ،چې له امله يې ٣٧ بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
د طالبانو مشر ويلي، چې افغان ځواکونه پر بهرنيو ځواکونو له بريدونو وروسته له خپلو وسلو سره له طالبانو سره يو ځاى کېږي .
نوموړى وايي ،چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په اړوندو هېوادونو کې هم د دوى له شتون سره مخالفت زيات شوى او هره ورځ په دې موخه لاريونونه ترسره کېږي، څو خپل سرتېري له افغانستان څخه اوباسي.
ملا محمد عمر ويلي، چې مخالفين د رسنيو له لارې د خپل ځان په ګټه تبليغات کوي ،ډېرى مهال خپل زيانونه پټوي او يا يې ډېر کم ښيي.
هغه افغان ځواکونو ته د امنيتي ځواکونو د لېږد پروسه هم يوه تشه ډرامه بللې او زياته کړې يې ده ،چې بهرنيان له دې کار سره غواړي خپله ماتې پټه کړي .
د طالبانو مشر ويلي : (( د امنيت دلېږد پروسې په اړه زموږ دريځ دادى ،چې دا هم د نورو تېر ايستونکو پروسو په څېر د افغانانو د اغفال په څېر يوه ناکامه هڅه ده ، هغه سيمې چې دا پروسه پکې پلې شوې، اوس هم له اداري، پوځي او امنيتي لحاظه بهرنيان پکې بشپړ واک لري.))
د طالبانو مشر د افغانستان له حکومت سره د نړيوالې ټولنې لخوا د ميلياردونو ډالرو پر مرستو هم نيوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې دا پيسې دافغان ولس په درد نه لګيږي، بلکې د يو شمېر کسانو شخصي جيبونو ته ځي.
ملا محمدعمر د مذاکرې په اړه وايي، چې له امريکايي لوري سره د ځينو مشخصو موضوعاتو په اړه ابتدايي خبرې شوي، خو بېرته دا خبرې درېدلې دي.
هغه زياتوي، چې امريکا سره يې خبرې د تسليمۍ او يا له خپلو اهدافو څخه دتېرېدو په مانا نه ، بلکې د بنديانو د تبادلې،د سياسي دفتر خلاصولو او خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه کړې دي.
د نوموړي په وينا، له هېواده د بهرنيانو تر وتلو وروسته په مناسب وخت کې له افغاني لوريو سره د افهام او تفهيم له لارې دداسې يوه اسلامي افغان شموله نظام د رامنځته کولو هڅې به په کار واچوي ،چې ټول ولس ته د منلو وړ وي.
د طالبانو مشر ويلي، چې دوى له زده کړو سره مخالف نه دي، ډېره بوديجه يې تعليم ته ځانګړې کړې، د ښوونځيو سوځول او د زده کوونکيو مسمومول يې د خپلو مخالفينو کار بللى او زياته کړه يې ده ، چې دا کار د طالبانو د بدنامولو په موخه ترسره کېږي .
ملا محمد عمر ويلي ، چې دوى له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ سره د اسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نيولو سره د متقابل احترام اړيکې غواړي، د بل چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هم همدا ډول چلند غواړي.
هغه ټولو ته ډاډ ورکړى، چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد ونه کارول شي.
ملا محمد عمر وسلوالو طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې د ولس د ځان ، مال او عزت ساتنې ته جدي پاملرنه او له خلکو سره ښه چلند وکړي .
دغه راز هغه له طالبانو غوښتي، چې د جګړو پر مهال د ملکي تلفاتو د پېښو مخنيوى دې هم وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP