Language

يوه سيمه ييز پوليس دوه امريکايي سرتېري ووژل

کابل ( پژواک ٢٧ زمرى ٩١ ) : په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي ، چې يوه سيمه ييز پوليس پر سرتېرو يې ډزې کړي او دوه تنه يې وژلي دي.

په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه نن سهار په فراه ولايت کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې ولايت کې يوه سيمه ييز پوليس پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي او دوه سرتېري يې وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي ،چې ددوى د ځواکونو په ځوابي ډزو کې ياد سيمه ييز پوليس هم وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې ،چې مسوولينو يې په سيمه کې د پېښې د څرنګوالي  په موخه پلټنې پيل کړې دي.

د وسلوالو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي وايي ، چې دا پېښه دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دبالابلوک ولسوالۍ په کنسک سیمه کې دسيمه ييزو پوليسو په يوه روزنیز مرکز  کې د محمد اسماعیل په نامه يوه پوليس پر امريکايي سرتېرو ډزې کړي او درې سرتېري يې وژلي دي.

احمدي ادعا وکړه، چې ياد پوليس د ګنج اباد د کلي د اربکيانو ( سيمه ييزو پوليسو) مشري هم پر غاړه لرله .

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې دا ډول پېښې زياتې شوې دي، په تېرو لسو ورځو کې دا اووم بريد دى، چې ترسره کېږي.

تېره اوونۍ دهلمند ولايت په دوو پېښو کې شپږ امريکايي سرتېري ووژل شول، دغه راز په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې هم تېره اوونۍ پر بهرنيو سرتېرو ډزې شوې دي .

ياد امريکايي سرتېري په داسې حال کې وژل کيږي، چې تېره ورځ په کندهار ولايت کې د يوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې هم اووه امريکايي سرتېري ووژل شول.

د امريکا دفاع وزارت پنټاګان او سپينې ماڼۍ  د کندهار پر پېښه او د افغان ځواکونو لخوا پر امريکايي ځواکونو د مخ پر زياتېدونکو بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د سپينې ماڼۍ وياند جى کارني پرون په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل،چې دوى په دې پېښو کې د وژل شويو سرتېرو له کورنيو سره په دې غم کې شريک دي.

د کارني په وينا، د امريکا لوى درستيز جنرال مارټن ډيمپسي او د دفاع وزير ليون پنيټا هم څو ورځې مخکې ددې پېښو په اړه تفصيلي خبرې کړي او ژمنه يې کړې ، چې دوى به داسې پلانونه جوړويؤ، چې د داډول پېښو کچه ټيټه شي .

د خپرو شويو راپورونو له مخې،د روان زېږديز کال په اوږدو کې دافغان ملي ځواکونو په يونيفورم کې د وسلوالو لخوا پر بهرنيو ځواکونو ٢٨ بريدونه شوي ،چې له امله يې ٣٩ بهرني سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور  ټپيان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.