لښکرګاه ( پژواک، ۲۹ زمری ۹۱ ) : د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن سهار وخته په هديره کې د درې چاودنو له امله دوه تنه ووژل شول او ۱۰ نور ټپيان شول .
د هلمند دامنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال محمد اسماعيل هوتک د زمري په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې چاودنه د سهار په شاوخوا شپږو بجو د لښکرګاه د صافيانو په هديره کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې ناپيژاندوکسانو په هديره کې د ناوې ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د وژل شوي ورور د قبر ترڅنګ په درېيو قبرونو کې ماينونه ځای پر ځای کړي وو.
د نوموړي په وينا، کله چې ددوی د کورنۍ غړي نن سهار هديرې ته ددعا لپاره راغلل، نو د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنې وشوې ،چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې له يادې پيښې ورته دوه مړي او لس ټپيان راوړل شوي دي.
سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP