Language

د ګرشک  د زندان امر ووژل شو

لښكرګاه (پژواک،٢٩  زمرى ۹۱ ): دهلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د زندان امر د يوې چاودني په ترڅ كې ووژل شو.

د ګرشک امنيه قوماندان سمونيار ګلي خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې ولسوالۍ د زندان امر محمد اسماعيل خان تېره ورځ هغه مهال ووژل شو، چې په  شخصي كرولا موټركې يې چاودېدونكي توكي وچاودېدل.

همدارنګه د زندان دامنيت مدير سمونوال راز محمد په دې اړه وايي، چې دزندان د امر په موټر كې  چاودېدونكي توكي له زندان څخه دباندې ځاى پرځاى شوي و .

دده په خبره ، كله چې نوموړى له زندان څخه خپل موټر ته ورسيد، په همدې وخت كې چاودنه پرې وشوه او ځاى پرځاى ووژل شو.

د راز محمد په وينا،  په دې پيښه كې بل چا ته زيان نه دى اوښتى، خو پوليسو يې په اړه پلټني پيل كړي ، ترڅو معلومه كړي ،چې په دغه موټركې چاودېدونكي توكي څنګه ځاى پرځاى شوي و.

سيمه ييز چارواکي ، وسلوال طالبان ددې پيښې مسوول ګڼي، خو دوى تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې ده، چې تيره اوونۍ هم دګرشک ولسوالۍ د برېښنامدير  د ولسوالۍ په بازاركې د وسلوالوكسانو  لخوا په ډزو وژل شوى و.